تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي نفستنګی يې ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 5, 2022
  0

لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

مصیبتونه د اخري زمانې یوه نښه ده


رسول الله قسم کوي، چي دنیا به تر هغه وخت پوري ختمه نه سي، ترڅو پوري یو سړی به د قبر څنګته روان وي او بیا به پر قبر باندي ځان واچوي او د دنیوي مصیبتونو په خاطر به وایي، کشکي ددغه مړي پر ځای زه وای. (مسلم شریف)
یعني خلک به کور لري، د ماښام ډوډۍ به لري، ورونه او کورنۍ به لري، خو بیا به هم نفستنګي وي، ددې د منځه وړلو لپاره یو ډېره ښایسته دیني نسخه سته، راسئ عملي ئې کړو: 

-یو. زیات استغفار ویل: د استغفار په اړه زیات ایتونه او حدیثونه راغلي. استغفار غمونه لیري کوي، رزق پراخوي، ګناهونه رژوي او روح هوسا کوي.
اَسْتَغْفِرُاللّهَ رَبِیْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ وَ اَتُوْبُ اِلَیْه

-دوه. د یونس علیه السلام دعاء: دا دعاء مو هر روا حاجت پوره کوی، چي یونس علیه السلام ئې د ماهي نسه ژوند را و ایست، نو ایا زموږ دا کوچني غمونه او نسفتنګی به لیري نه کړي؟ ددې دعاء په مټ مو غمونه له منځه یوسی او زړه ته سکون ورکړی.
لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحانَک إِنِّی کنْتُ مِنَ الظَّالِمِینَ

-درې. د هري دعاء د قبلېدو الفاظ: حدیث کي همدا الفاظ راغلي، که ئې څوک تر دعاء مخکي ووایي، نو دعاء به ئې قبوله سي.
اَللَّهُ أَكْبَرُ كَبِيراً وَ اَلْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيراً وَ سُبْحَانَ اَللَّهِ بُكْرَةً وَ أَصِيلاً

-څلور. د سورة الفاتحې تلاوت: ددې سورة یو نوم شِفاء ده. او دا د روحي ناجوړیو علاج دئ. تلاوت ئې د ځان عادت وګرځوی. 

-پنځه. د جماعت لمونځ: د جماعت لمونځ په انسان کي دننه ښایست پیدا کوي. د زړه نور زیاتوي او الله تعالی ته نژدېوالی په حاصلیږي.

#نوټ: په اذکارو خپل علاج کول هم عبادت دئ، هم سکون او هم علاج.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته