تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رهن تاوان
 
  March 24, 2016
  0

 


د رهن تاوان

د رهن اوم حکم د رهن تاوان اخيستل دي ، که  د رَاهِن او مُرْتَهِن څخه پرته بل نفر پر رهن تېرى وکړي .
 
مثلا :  غلا يې کړي يا د ماتيدو شى وي مات يې کړي نو د دې نفر څخه د تاوان اخيستلو د پاره  دعوه او ځغاستي تاختي د مُرْتَهِن وظيفه ده.
 
د رهن تاوان چي واخيستل سي هغه بيا د رهن په عوض کي ايښودل کيږي او څه مهال چي د مُرْتَهِن پور ادا سي نو بيا رَاهِن ته حواله کيږي . 

د رهن خرڅول

د رهن اتم حکم د رهن خرڅول دي ، رَاهِن که د مُرْتَهِن بې اجازې رهن خرڅ کړي سودا يې د مُرْتَهِن پر اجازه موقوفه کيږي ، که مُرْتَهِن اجازه ورکړه بيا يې سودا نافذيږي . 
دغه ډول که رَاهِن د مُرْتَهِن ټوله پور ادا کړي هلته يې هم سودا نافذ کيږي . 

د رهن د پاره وکيل ټاکل

د رهن نهم حکم د رهن د پاره وكَيْل ټاکل دي ، که رَاهِن د رهن د خرڅولو د پاره مُرْتَهِن يا بل نفر وكَيْل وټاکى او هغه ته دنده ورکړي چي څه مهال چي د پور د ادا کولو نېټه راورسيږي رهن خرڅ کړي ، د مُرْتَهِن پور په ادا کړي  دا وکالت جايز دى، البته رَاهِن هر وخت کولاى سي چي دا وكَيْل د وکالت څخه معزول او ګوښه کړي ، ليکن که د رهن په تړون کي د هغه د وکالت شرط ټاکل سوى وي يعني مُرْتَهِن پدې شرط معامله ورسره کړې وي چي د مدې په رسېدلو که د ده پور ور نه کړل سي نو دى يا يو بل ټاکلى نفر به رهن خرڅوي او د هغه په قيمت به د مُرْتَهِن پور ادا کوي ، دلته بيا رَاهِن دا وكَيْل د وکالت څخه نسي ګوښه کولاى.
 
دغه ډول د رَاهِن د مړيني لکبله هم همدا وكَيْل د وکالت څخه نه ګوښه کيږي بلکي د مخکني وکالت پر اساس رهن خرڅولاى سي څو د 
مُرْتَهِن پور په ادا کړي . 

د رَاهِن مړينه

د رهن لسم حکم د رَاهِن مړ کېدل دي ، که رَاهِن مړ سي د هغه وصي به رهن خرڅوي د هغه په  قيمت به د مُرْتَهِن پور ادا کوي . 
 
که رَاهِن وصي نه درلودى بيا به قاضي د هغه د پاره وصي ټاکي ، هغه ټاکل سوى وصي به رهن خرڅوي د مُرْتَهِن پور به په ادا کوي . 
 
 
---------------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات

مخکنۍ ليکنه:

د رهن پالنه

رهن امانت غوندي دى
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته