تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا دغاښونو دمنګ صفا کول یوه تاواني پروسه ده?
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2023
  0

ایا دغاښونو دمنګ صفا کول یوه تاواني پروسه ده?


لیکنه: ډاکټر اسدالله بشارت (ستوماتوګ، دعامي روغتیا ماسټر)

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مخکي له دې چي پورتنۍ پوښتنه جواب کړو اول به دا موضوع لږ وڅېړو، چي منګ چشی دئ او ولي دغاښو پر سطحه رامنځ ته کيږي.


منګ یا calculas دغاښو پر سطحه دغذا وو دپاته شوني دیوې سریښناکه طبقې، چي پلاک ورته وایي څخه منځ ته راځي دپلاک طبقه خپله نرمه ده او په برس او مسواک لیري کيدلای سي، خو کله چي څلیرویشت ساعته ورباندي تېر سي؛ نو دوریو څخه یو ډول مالګین مایع ورباندي راوزي چي gingival crevicular fluid ورته وایي دغه مایع زموږ له ناوړو څخه دکلسیم او فاسفورس منرالونه ځانته جذبوي او په پلاک کي یې ځای پر ځای کوي، چي دلته په پلاک کي د خولي هغه ګټوري موجودي بکتریاوي مړې کوي او پلاک داته څلویښتو ساعتونو په جریان کي په منګ بدلیږي، چي دغه منګ بیا په برس او مسواک نسي لیري کېدلای. 


منګ په څلورو ځایو کي ځان مښلوي


1:- suPra gingival calcul   : دغه منګ تر وریو لوړ ځان ټینګوي او ورباندي اخته کس اسانه په خبریږي 
2:- subgingival calculas : تر وریو لاندي منګ دغه منګ ظاهرا په سترګو نه مالومیږي، خو دوریو داسانه ویني کېدو سبب کيږي. 
3:- inter proximal calculus: ددوو غاښو تر منځ هم منګ تشکيلیږي، چي په سترګو عموما نه مالومیږي. 
4:- pit and fissure calculus: دغاښونو دژوولو په سطحه په ژورو کندو کي هم منګ ځان ټینګوي.


دمنګ محتویات


منګ دعضوي او غیر عضوي ترکيباتو لرونکي وي، عضوي یې بکتریاوي او فنګسونه دي او غیر عضوي یې کلسیم لرونکي مرکب منرالونه دئ، چي په زیاتو لابراتواري تجزیو کي موږ دا لاندي څلور ډوله ترکيبی کلسیم لرونکي منرالونه لیدلي دي: 
۱ـ whitlockite 
۲ - Hydroxyapatite 
۳ - octacalcium phosphate
۴ -  brushite


دمنګ تر تشکيل وروسته زموږ صحت ته کوم خطرونه سته


1: دخولې بدبویي
2: دغاښو رنګ تغیر کوي
3:- دغاښو دښوریدلو ستونزه پیداکوي 
4: دغاښو دلویدلو او له منځه تلو خطر
5: دوریو دویني کېدلو ستونزه
6: دوریو دکښته تللو ستونزه 
7: دغاښو دحساسیت (بریشکو) ستونزه 
8:- دغاښو دښکلا خرابوالی
9:- د زړه مریضي رامنځ کېدل
10: په حمل لرونکو میندو کي تر وخت مخکي داولاد زیږولو ستونزه


مخنیوی 


عموما دغاښو منظم مراقبت کول هره ورځ مسواک او یا برس وکریم کارول په هرو درو میاشتو کي په خپل مشخص ډاکټر باندي دغاښو کتل.
اوس به راسو داولی پوښتنی جواب ته چي ایا دمنګ لیري کول یوه تاوانی پروسه ده. 


 جواب بلکل نه! ځکه چي که منګ پر خپل حال پاته سي تاوانونه رامنځ ته کوي آن تردې، چي د زړه مریضي هم رامنځ ته کولای سي؛ خو تر صفا کولو وروسته په موقت او عارضي ډول ځیني ستونزي رامنځ ته کيږي، چي هغه دیوې هفتې په تیریدو سره له منځه ځي بعضي ملګري وایي چي که دي یو وار غاښونه صفا کړل بیا هروخت صفایي غواړي دا خبره مطلقا غلطه ده، صرف په درو میاشتو کي دمشخص ډاکتر یو چيک اپ او بس. 


دوهم داچي تر منګ لیري کولو وروسته دغاښو حساسیت او بریښکي په دا خاطر رامنځ ته کيږي، چي دغاښو وری له خپله ځایه ښوییدلی ده، چي بیرته اول حالت ته راتلل یې څو ورځي وخت غواړي، چي په جریان کي باید دیخو او تودو غذا او څښاک څخه ځان وساتي او مسواک دي کرار کرار وهي.  
                         
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته