تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په بعضو غربي مملکتو کي چټلي اوبه معالجه کيږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 11, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۹۰۴)
 
نوم: نور الله
                                                           
سوال: په بعضو غربي مملکتو کي چټلي اوبه معالجه کيږي، يعني يو حوض ورته جوړيږي او وروسته لابراتوار ته وړل کيږي او بعضي منرالونه چي يې کم وي، هغه ور اضافه کوي ايا دغه اوبه د اوداسه او چښلو لپاره جواز لري او که نه؟
 
 جواب: حامداً و مصلياً
 
که مقصد د چټلو اوبو څخه هغه اوبه وي چي صرف خوند يې خراب وي لکه درياب ، اوبه، ګرز او غبار په ګډ سوي وي ، د هغوي استعمال د څښاک او اوداسه لپاره  جائز دى، او که مو مقصد د چټلو اوبو څخه نجسي او مرداري  اوبه وي، نو هغه بيا په مواد يا په تصفيه سره نه پاکيږي. 
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): الطهارة من الأحداث جائزة بماء السماء والأودية والعيون والآبار والبحار لقوله تعالى { وأنزلنا من السماء ماء طهورا. الاية، الهدايه: ج١، ص٣٩، باب الماء الذى يجوز به الوضوء وما لا يجوز به.
 
(٢): وتجوز الطهارة بماء خالطه شيء طاهر. الهدايه.
 
(٣): اما القسم الاول فسائر النجاسات نحو بول الاد مي ورجيعه وبول ما لا يوکل لحم من الحيوانات على الاتفاق...الخ. وکذا لک اذا وقع فيه خمر او ما سوا هامن الاشربة التى لا يحل شربها... الخ. الفتاوي التاتارخانيه: ج١، ص٣١٥، في المياه التى يجوز الوضوء بها.
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله غريب
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net                                                                      
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته