تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ورک سوي خلک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 12, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ورک سوي خلک


په يوه کلي کي يو سړى اوسېدى. د ده نيکونو زرګونه کلونه مخکي د ډبرو ژوند پرېښود او له غارونو را ووتل. دوى د زاړه ژوند فلسفه بدله کړه. ژوند يې له  نوو رنګونو سره پيل کړ. د مځکي پر مخ يې کلي او کورونه اباد کړل. دې خلکو په نوي ژوند کي د ژوند زړه ارواح وساتله. د ډبرو او غارونو د وخت اخلاقي معيارونه يې د خاورو او خټو څخه جوړ کليو او کورونو ته راوړل. د رڼا لپاره يې زړې ډېوې په نوو بدلېدلې کړې خو د حيا جامې يې له تنه نه ختې. هره ورځ يې د ژوند تېرولو لپاره نوي نوي اخلاقي معيارونه تراشل خو د زړو معيارونو تله يې هم هغسي درنه ساتله. له غارونو را ووتل خو د غارونو د وخت بګړۍ يې له سرونو ليري نه کړې او نه يې د ډبرو د وخت جامې له تنه و ايستې. کتاب يې نه درلود خو له کتابه ليري ژوند يې نه کاوه... له دوى څخه پاته نسلونو هم تر ډېره وخته د خپلو نيکونو زړې کلاګاني هم هغسي له برمه ډکي و ساتلې. نوي لاري يې جوړي کړې خو د خپلو مېرمنو په سرونو يې پوړني  هم هغسي خواره وساتل. د ښکار لپاره يې نوي غشي او ليندۍ جوړي کړې، خو د مړو حيوانانو غوښي خوړل يې نه خوښول. وروستيو نسلونو هم د خپلو نيکونو د پښو پلونه وران نه کړل او نه يې له هغوى سره اروايي تړون پرېښود.


زرګونه کلونه وروسته د دې خټين کليو په لمنو کي يو سړى اوسېده چي، د خپل خاورين کور د روښانه کولو لپاره يې يوه زړه ډېوه لرله. هره شپه به يې د کور تياره غولى په رنا کاوه. يوه شپه يې واورېدل. نوي ډېوې راغلي دي، تر زړو ښه رڼا لري. په همدغه شپه د نوي ډېوې په تلاښ روان سو. د يوې لويي دښتي پر پراخه سينه يې سفر پيل کړ. د زړې ډېوې رڼا ته يې ډېر مزل وکړ. څومره چي ليري کېده لاره تياره کېدله. د زړې ډېوې رڼا ورو ورو تيته سوه. نور يې رڼا تر ده پوري نه رسېده. د نوي ډېوې په وړانګو يې سترګي لګېدلې خو رڼا يې نه کول چي تر ده را ورسيږي. دى نور هم د نوي ډېوې په تلاښ مخ ته ولاړ. د نوي ډېوې وړانګي هم ورو ورو تيتي سوې او لږ وروسته ډېوه د ده له سترګو فناه سوه. دا وخت يې له ځان سره وويل:


کاشکي بيرته وګرځم. زموږ د کور د رڼا لپاره هم هغه زړه ډېوه ښه ده. د هغې په رڼا زموږ سترګي نه برې ښېدې او نه يې رڼا زموږ د کور تر غولي کمه وه. مخ يې را واړا وه د شا په لور را وګرځېده. تياره او ډارونکې شپه وه. دا وخت يې د لېوانو انګولاوي هم تر غوږونو رارسېدلې خو د زړې ډېوې رڼا يې و نه ليده او نه يې د کور لاره سهي کړه. کلونه تېر سول پېړۍ واوښتې لا تر کوره رانغى، په هم هغه تيارو کي د نوي ډېوې په تلاښ د تل لپاره له خپل کلي او کوره ليري ورک سو.

 

www.taleemulislam.net


 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته