تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خلکو د غوښنتو لپاره الله مه ناراضه کوئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د خلکو د غوښنتو لپاره الله مه ناراضه کوئ 

 

چاچي د الله عزوجل د راضي ساتلو لپاره انسانان ناراض کړل، الله عزوجل د انسانانو د سختيو په وړاندي، دده لپاره کافي دى.


چاچي د انسانانو د راضي ساتلو لپاره الله جل شانه ناراض کړ، الله عزوجل به ئې هغه انسانانو ته وسپاري.(سنن الترمذي، کتاب الزهد- ۲۵۹۷)


تبصره: د رسول الله هره وينا صدق کوي او دا زموږ ايمان دى، دغه وينا خو زموږ د سترګو ليدلي حالات بيانوي. 

 

که پلار د اولادونو د خوشحال ساتلو لپاره، د خالق جل شانه نافرماني کړې ده، الله عزوجل هغه پلار په اولادونو سپک کړى دى.


که خاوند د ميرمني د رضا په غرض د الله نافرماني کړې ده، ذوالجلال په هغه ميرمن سپک کړى دى.


که ورور د ورور يا خور لپاره د الله نافرماني کړې ده، رب العالمين ئې دغه ورور يا خور د اهانت او سپکولو سبب جوړ کړي دي.


که سياست والاوو، د الله عزوجل په نافرمانۍ کي څوک راضي کړى دى، الله عزوجل هغه سياست مدار، هماغه هيواد او اشخاصو ته حواله کړى دى او هغو ئې توهين کړى دى.


بالمقابل، دا مو هم ليدلي دي، چا چي د الله د رضا په خاطر د مخلوق ناراضي قبوله کړې ده، الله عزوجل ئې کفايت کړى دى، هماغه مخلوق ورڅخه عذر غوښتى دى.


نو د الله عزوجل رضا بايد شرط کړو، د مخلوق رضا که ورسره ملګرې وه، ښه تر ښه، کنه وه ملګرې، الله عزوجل مو کافي او ملګرى دى!

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته