تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د درو نفرو سره ناسته د انسان زړه وژني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د درو نفرو سره ناسته د انسان زړه وژني 


قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: ثَلاثَةُ أَشْيَاءَ تُمِيتُ الْقَلْبَ: مُجَالَسَةُ الأَنْذَالِ، وَمُجَالَسَةُ الأَغْنِيَاءِ، وَمُجَالَسَةُ النِّسَاءِ.[المجالسة وجواهرالعلم۳۳۹۹]


ژباړه: ځينو حکماؤ ويلي دي: درې شيان د انسان زړه وژني: د سپکو خلګو سره ناسته، د اغنياؤ سره ناسته او د ښځو سره ناسته.


توضيح: د سپکو او بې اعتباره انسانانو سره ناسته ځکه د انسان زړه وژني چي د هغوی سره په ناسته کي انسان بدي او ناروا خبري اوري چي طبعا پر زړه يې تأثير کوي او زړه يې ورسره مړ کيږي، دلته د اغنياؤ او سرمايه دارانو څخه هغه کسان مراد دي چي ټوله وخت د مال او پيسو په بحث او خبرو کي تېروي او د الله تعالی ذکر او ښې خبري ورڅخه پاتي وي؛ دداسي خلګو سره ناسته طبعا د انسان د زړه د مړ کېدلو سبب جوړيږي ځکه چي د الله د ذکر څخه غفلت خپله د انسان زړه وژني، البته هغه تجاران او سرمايه داره خلګ چي ښې خبري او اسلامي مجلس کوي د هغوی سره ناسته هيڅ پروا نلري او د ښځو سره ناسته ځکه د انسان پر زړه بد تأثير کوي او د مړيني سبب يې جوړيږي چي د ښځو سره په ناسته کي انسان د ډېرو خطرناکو فتنو او کارونو سره مخامخ کيږي چي په کولو سره طبعا د انسان زړه د تقوی څخه ليري کيږي او مړ کيږي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته