تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره ( ۸)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 2, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
( اتمه برخه) 

 

ژبنی او قومي تعصب او ناحقه وژنه 


وعَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ. أبو داود(۵۱۲۱)
ژباړه: حضرت جُبیر بن مُطعم رضی الله عنه فرمایي، چي رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک زموږ له ډلي څخه نه دئ، چي خلک قوم پرستۍ ته رابولي او هغه څوک زموږ څخه نه دئ، چي د قوم پرستۍ په حال کي مړ سي. 


مطلب، په قوم پرستۍ اخته کېدل یا په باطل کار کي د قوم مرسته کول په هر حال کي مذموم او ممنوع دئ، ځکه د مرګ بېره پکښي سته. 
عن جابر بن عبدالله قال کسع رجل من المهاجرین رجلا من الآنصار فاجتمع قوم ذا وقوم ذا فقال هؤلاء یاللمهاجرین و قال هولاء یا للانصار فبلغ ذالک النبی صلی الله علیه وسلم فقال: دعوها فانها منتنة قال: ثم قال: آلا ما بال دعوی الجاهلیة الا ما بال دعوی الجاهلیة (مسند احمد: جلد ۳)


ژباړه: جابر بن عبدالله وایي: د مهاجرینو یو کس، یو انصار ووهی. د مهاجرینو قوم هم راجمع سو او د انصارو قوم هم، نو مهاجرینو وویل: اې مهاجرینو! او انصارو وویل: اې انصارو! (یعني دواړو خپل خپل قومونه راوبلل) نو دا خبر و رسول صلی الله علیه وسلم ته ورسېد، نو وې فرمایل: دا کار پرېږدئ!، ځکه دا بدبویه کار دئ. راوي وایي: بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل: خبر اوسئ! د جهالت د دعوې څه حال یا شان دئ، خبر اوسئ! د جهالت د دعوې څه حال یا شان دئ.


یعني، تر اسلام مخکي یو د بل مرسته یوازي د قوم او ژبي پر اساس کېدل، حق او باطل ته نه کتل کېدل. په اسلام کي مرسته یوازي د حق و طرف ته کيږي. 


پر قوم پرستۍ مړکېدونکی شخص دوږخي دئ


قَالَ رَسُولُ اَللَّهِ صَلَّى اَللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ : إِذَا اِلْتَقَى اَلْمُسْلِمَانِ بِسَيْفِهِمَا فَالْقَاتِلُ وَ اَلْمَقْتُولُ فِي اَلنَّارِ قالوا: يَا رَسُولَ اَللَّهِ هَذَا اَلْقَاتِلُ فَمَا بَالُ اَلْمَقْتُولِ؟ قَالَ: اِنَّهُ أَرَادَ قَتْل صَاحبه (بخاری: جلد ۱)


ژباړه: رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چي دوه مسلمانان په تورو سره مخامخ سي، نو قاتل او مقتول دواړه د جهنم په اور کي دي، صحابه کرامو عرض وکړ، اې د الله رسوله! دا یو خو قاتل دئ، نو د مقتول څه ګناه ده؟ نبي صلی الله علیه وسلم و فرمایل: چي مقتول هم د قاتل د وژلو هڅه کړې وه.


مطلب، د مسلمانانو په خپل منځ کي ویني تویول دومره لوی جرم دئ، که څوک پردې غلطه لار قتل سي، نو دوږخ ته داخلیږي. 


هغه څوک چي پر قومیت او یا د خپلي ډلي په ناحقه ملا تړ مړ کيږي، د هغوی لپاره د عبرت یو لوی درس دئ. 


او بیا د دوی تر شا نور خلک و دوی ته شهیدان  هم وایي. (نعوذ بالله)


دا ځکه د شهادت د رتبې نه دئ، چي الله جل شانه دا لویه رتبه یوازي هغو خلکو ته ورکړې ده، چي د الله د دین په لار کي شهید سي، که څه هم په حدیثو کي ځیني مرګونه شهادت بلل سوي دي، خو هغه حکماً دي. 


پر عصبیت مړه کېدونکي کسانو ته شهید نه ویل کيږي او دوی ته شهید ویل ډېره خطرناکه خبره ده، نو ځکه د الله رسول صلی الله علیه وسلم د دوی لپاره دا اعلان کړی دئ، چي دوی زموږ له ډلي څخه نه دي. حتی د نېکانو او صالحو خلکو لپاره دا ښه ده، چي پر تعصب او قوم پرستۍ باندي د مړ سوي شخص په جنازه کي ګډون و نه کړي، ترڅو د عوامو لپاره عبرت سي.

 

نوربیا... 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته