تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اِحداد
 
  April 25, 2014
  0
د شریعت په اصطلاح کي احداد دې ته وايي چي ښځه په یوه ټاکلې مده کي زینت او ښکلا او همدا راز هر هغه څه چي د ښکلا په معنا وي پرېږدي .

د رجعي طلاق په عده کي پر ښځي باندي احداد نسته ، د رجعي طلاق په عده کي ښځه زینت او ښکلا لکه عطر ، نوکروزي ، ګېڼې او د پېشن جامې اغوستلای سي .

د بائن طلاق په عده کي او همدا ډول د وفات په عده پر مسلماني ښځي باندي اِحداد واجب او لازم دى .

د ښځي چي مېړه وفات سي یا بائن طلاق ورکول سي د عدې په مده کي به نه عطر وهي ، نه به لاسونه او پښې په نوکروزو سره کوي ، نه به سترګي توروي ، نه به ګېڼې استعمالوي او نه به د زینت او پېشن جامي اغوندي .

ښځي لره د خپل مېړه د مړيني څخه ماسیوا د بل هر قریب د مړیني لکبله تر درو ورځو څخه زیاد احداد کول ناجائزه دی .

ښځه چي د طلاق یا د وفات په عده کي وي نو په دې مده کي یې د بل چا سره نکاح نه صحیح کیږي.

همدا ډول ښځي ته به د عدې په مده کي څوک د نکاح وړاندیز او مرکه هم نکوي ، البته که ښځه د وفات په عده کي وي سړی د تعریض په ډول یعنی په رمازه خپل رغبت ورته څرګندولای سي ، د مثال په ډول د دې ښځي په حضور کي ووایي چي زه د داسي ښځي  په تلاښ کي یم چي داسي داسي صفات ولري او دا ټول هغه صفات وي چي دا کونډه يې هم لري .

د بائن طلاق په عده کي د ښځي خپل مېړه کوم چي طلاق یې ورکړی دی ، د دې ښځي سره نکاح تړلای سي ، خو پدې شرط چي دا یې د اول طلاق یا د دوهم طلاق عده وي ، البته د رجعي طلاق په عده کي لکه دمخه چي مو لوستي دي بېله نکاح څخه هم رجوع ورته کولای سي .

د رجعي طلاق او بائن طلاق عده به ښځه په هغه کور کي تېروي کوم چي دا هلته د مېړه سره پکښي اوسېدله او د همدې کور څخه به نه د شپې وځي او نه به د ورځي وځي .

د طلاق د عدې په مده کي د ښځي نفقه او خرڅ او د کور کرایه ټول د مېړه پر غاړه دي .

کونډه د وفات په عده کي کولای سي چي د خپلي اړتیا د پوره کولو د پاره د کور څخه ووځي . همدا ډول د شپې په یوه برخه کي هم د اړتيا لکبله وتلای سي ، خو شپه به بل ځای نه تېروي بلکي د عدې په مده کي به ټولي شپې په خپل هغه کور کي تېروي کوم چي د مېړه سره یو ځای دې هلته سکونت پکښي کاوه .

البته که عذر وو د بېلګي په ډول د کور د نړېدلو یا د لوټ مارانو څخه یې پر ځان یا مال خطره درلودل نو بیا کولای سي چي د عدې په مده کي شپې بل ځاى سبا کړي یا بل ځای ته کډه سي .

دا چي کونډه د خپل مېړه د میراث څلورمه یا اتمه برخه په میراث وړي ځکه نو کونډه د وفات په عده کي د کور کرایه او خرڅ د خپله جیبه کوي .

که چيري د کونډي د میراث هغه ونډه چي د مېړه په هستوګن ځای کي یې لري ، د دې د سکونت د پاره کفایت نه کاوه او نورو وارثانو هم په خپله حصه کي نه پرېښووله نو دا هم د کونډي د پاره د عدې په مده کي د کور د پرښوولو یو عذر دی .

---------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته