تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډیر ولور دوهم آفت: مجرد پاته کیدل (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2018
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بل آفت او بلا چي د مهر او ولور او د واده د لګښت د ډيروالي له وجهي زموږ پر ځوانانو او پيغلانو ته د غاړي سوی دی، د بلوغ وروسته ډير وخت مجرده پاته كيدل دي، چي نه تنها ځوانان او پيغلاني يې د ډيرو ورځنيو مشكلاتو سره مخ كړيدي بلكي د ډيرو جسمي او روحي ناروغيو او رنځونو ښكار يې هم ګرځولي دي.

 

او برسيره پردې ځوانان او پيغلانی يې په هغه طبقه انسانانو كي داخل كړيدي چي د دوی په اړه په یوه متکلم فیه روایت کي راځي:


شِرَارُكُمْ عُزَّابُكُمْ، وَأَرَاذِلُ مَوْتَاكُمْ عُزَّابُكُمْ.(۱)
ژباړه: بد او شريره  ستاسو بې واده او مجرد خلګ دي، او خراب او رذيل د مړو ستاسو بې واده او مجرد دي.

 

 يعني چا چي په ژوند كي واده نه وي كړی او د تجرد په حالت كي مړ سوئ وي.

 

اوس كه څه هم ظاهرًا روایت په یوې خاصي واقعې کي راغلئ دئ چي هغه د "عکاف بن وداعه هلالي" واقعه ده خو حکم یې عام دئ، هر هغه چاته شامل دئ چي د نکاح پر کولو باندي توان لري خو نکاح نکوي. 

 

که څه هم ددې روایت مصداق هغه ځوانان نسي ګرځیدلای چي د نکاح کولو توان ونلري ولي دلته مشکل دا دئ ، چي زموږ د ځوانانو ناتواني د ډیر مهر او د واده د ډیر لګښت څخه وي چي هغه د ښځي د وارثانو او یا د خپله ځوان د وارثانو لخوا د واده په مراسمو کي ایښودل کیږي. 

 

نو دلته که داسي ووایو چي ددې مشکل لوی لامل د ښځي وارثان او یا د ځوان وارثان دي کوم چي د ښځي ولور او مهر ډیروي، او یا د واده مصرف ډیروي نو ددې خبري ورسره ارو مرو لزوم راځي چي د ځوانانو د تجرد او عدم نکاح اصلی سبب همدغه دوې کورنۍ دي.

 

همدوی دی چي ځوانان یې په پورتنۍ طبقه کي داخل کړي دي او دوی دي چي فرهنګ ته د ډير ولور او لوړو لګښتونو تعميم او ترويج وركوي او ددې څخه علاوه هر څوك چي خپل لور د بلوغ وروسته په كور كي وساتي او ميړه ته یې نه وركوي په دغه وخت كي چي ښځه د هري ګناه او جرم مرتكبه سي تاوان او ذمه واري يې د پلار او يا د نورو اولياؤ پر غاړه ده.  لكه څرنګه چي په لاندي حديث كي راځي:

 

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: " فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ: مَنْ بَلَغَتِ ابْنَتُهُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَةً فَلَمْ يُزَوِّجْهَا فَأَصَابَتْ إِثْمًا فَإِثْمُ ذَلِكَ عَلَيْهِ.(۲)
ژباړه:د انس بن مالك رضی الله عنه څخه روايت دی د رسول اكرمﷺ څخه چي ده وفرمايل: په تورات كي ليكلي دي چي د چا لور دوولسو كلو ته ورسيږي او ده په نكاح نه وي وركړې او هغه ښځه مرتكبه د ګناه سي نو ګناه يې د پلار پر غاړه ده.

 

تنبيه: مراد ده دوولسو كلو څخه دا دئ چي ښځه بلوغ ته ورسيږي او د جماع استعداد ورته پيدا سي.

 

او د هلك په باره كي هم حديث راغلئ دئ:
"
مَنْ وُلِدَ لَهُ وَلَدٌ فَلْيُحْسِنِ اسْمَهُ وَأَدَبَهُ، فَإِذَا بَلَغَ فَلْيُزَوِّجْهُ فَإِنْ بَلَغَ وَلَمْ يُزَوِّجْهُ فَأَصَابَ إِثْمًا، فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى أَبِيهِ ".(۳)
ژباړه:د چا چي زوی پيدا سي نو ښكلئ نوم دي ورباندي كښيږدي او ښه ادب دي وركړي او كله چي بلوغ ته ورسيږي نكاح دي ورته وكړي. كه چيري هغه بلوغ ته ورسيدئ خو پلار ورته نكاح ونكړه او دئ مرتكب د ګناه سو، نو ګناه يې د پلارپه غاړه ده.

 

 او كه چيري د هلك پلار هلي ځلي كوي خو د ډير لوړ ولور او ډيرو مصارفو له وجهي خپل زوی ته نكاح نسي كولای نو بيا ګناه د هغه خلګو پر غاړه ده، چي خپل د لوڼو مهر او ولور ډير ږدي، ځكه ګناه كولو ته د ځوان او پيغلي دوی لاره هواره كړې ده، او عمل دده پردې باندي دلالت كوي چي دئ پداسي كارونو باندي خوشاله دئ كه خوشاله نه وي، نو دئ خو يې (د مهر په کمولو سره) مخنيوئ كولاي سي، ولي يې نكوي؟ او دی هغه څوک دی چي د مسلمانانو په منځ کي فحشاء او بې حيايې ترويجول او عامول غواړي پداسي حال كي چي خداي جل جلاله فرمائي:

 

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. (۴)
ژباړه: یقیناً هغه خلګ چي خوښ لري (او زړه يې غواړي) چي د مسلمانانو په منځ کي فحشاء شائع او خوره شي، د هغو لپاره به په دنيا او آخرت كي ډيرسخت عذاب وي.

 

الله دي مو ددغسي انسانانو څخه نه ګرځوي.

 

ان شاء الله نور بیا...

 

ماخذ: ډیر ولور نیکمرغي ده که بدمرغي؟

ـــــــــــــــــــــــــ

۱ - شعب الإیمان حدیث ۵۰۹۴
۲ - شعب الإیمان حدیث ۸۳۰۲ و ۸۳۰۳
۳ - شعب الإیمان حدیث ۸۲۹۹
۴- سورة النور: ۱۹

 

ددې لیکني نوري برخي:

د مهر تعریف، حکم او د نکاح ارزښت (۳برخه)

د ډیر ولور یولس آفتونه (۲برخه)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته