تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایلاء
 
  June 6, 2013
  0

 اِیلاَء لوړي او قسم اخیستلو ته وایي ، خو د فقهي په اصطلاح کي هغي لوړي ته وایي چي سړی یې د خپلي ښځي د نژدېکت څخه لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره اخلي .

 

که څوک خپلي ښځي ته داسي قسم واخلي : و الله لا اقربکِ اربعة اشهر . 

و الله که څلور میاشتي در نژدې سم .

او یا د تل د پاره لوړه وکړي ورته ووایي : و الله لا اقربکِ . و الله که در نژدې سم .

دا ډول قسم اخیستلو ته ایلاء وایي . 

که د څلورو میاشتو په دننه کي یې د همدې ښځي سره جماع وکړله نو قسم پر واوښت ، د قسم کفاره به ورکوي یعني لس مسکینان به یوه ورځ دوه وخته په نس مړوي ، یا به هر مسکین ته یوه یوه جوړه کالي ورکوي .

که د دا دواړو کارونو څخه يې د يوه لا هم توان نه لاره نو بیا به درې ورځي یوه په بلي پسې روژه نیسي .

که ایلاء د څلورو میاشتو د پاره وه نو د قسم په ماتولو یې ایلاء له منځ څخه ځي نور کوم شئ نه لازمیږي .

که ايلاء کونکى د څلور میاشتو په مده کي ښځي ته ور نژدې نه سي او نه جماع ورسره وکړي نو د څلورو میاشتو په پوره کېدلو ښځه پر طلاقه کیږي .

د ایلاء لکبله چي طلاق لویږي هغه بائن طلاق دی د بائن طلاق حکم مو وړاندي ولوستی چي مېړه یې رجوع نسي ورته کولای بلکي نوې نکاح تړل غواړي .

که په نوې نکاح ښځه راضي وه نو د شاهدانو په حضور کي به په جدید ولور نکاح ور سره تړي ، البته دا په هغه حالت کي چي دا یې لومړی یا دوهم  طلاق وي ، خو که تر ایلاء دمخه يې دوه نور طلاقونه ورکړي وه ، نو په ایلاء یې مغلظ حرمت تر منځ راځي یعني ښځه دا ډول ځني بېلیږي چي بیا يې نکاح هيڅ کله ور سره تړل کېدلاى نه سي .

که څوک د خپلي ښځي د نژدېکت څخه د تل د پاره قسم واخلي او بیا پر خپل قسم پاته سي ، د څلورو میاشتو په مده کي د ښځي سره جماع و نه کړي ، د څلورو میاشتو په پوره کېدلو یې تر منځ یو بائن طلاق لویږي .

د طلاق وروسته که دوهم ځل یې بیا تر منځ نکاح وتړل سي ، هغه مخکنۍ ایلاء یعني لوړه یې پر ځای پاته ده ، که د څلورو میاشتو په مده کي دننه یې قسم مات کړی د قسم کفاره به ورکوي خو قسم هم نور له منځ څخه ځي او مُنحَل کیږي .

که د ايلاء د طلاق وروسته نکاح تجديد کړي خو د دوهم ځل نکاح وروسته بيا هم نژدېکت ور سره و نه کړي ، څلور میاشتي پر تېري سي بیا د ايلاء لکبله طلاق واقع کیږي او دا دوهم طلاق پر شمېرل کيږي .

 که دریم ځل بیا نکاح ور سره وتړي بیا یې هم هغه مخکنۍ ایلاء پر ځای پاته ده ، که د څلورو میاشتو په مده کي يې دننه نژدېکت ور سره وکړی فقط د قسم کفاره پر لازمېږي او د قسم ماتولو سره جوخت یمین هم منحل کیږي .

که دا ځل هم د څلورو میاشتو په مده کي دننه نژدېکت ورسره و نه کړي نو د څلورو میاشتو په پوره کېدلو سره دریم طلاق واقع کیږي ، تر منځ یې سخت حرمت راځي ، بيا يې تر منځ نکاح هم نسي تړل کېدلای .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته