تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (درویشتمه برخه) د خیبر غزا
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  November 11, 2023
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
(درویشتمه برخه) 
د خیبر غزا
 
o د اووم هجري کال په مُحرم میاشت کي د خیبر مشهوره غزا وشوه، په خیبر کي یوازي یهودان اوسېدل او همدا د مسلمانانو په خلاف د توطئو او فتنو جوړولو ستره هډه وه.
 
o همدا د خیبر یهودان وو چي پر مدینه د یرغل له پاره یې مختلفي قبیلې او ډلي راپورته کړې، لمسولې او د مسلمانانو خلاف جګړې ډګر ته یې راوستلي وې، لنډه دا چي خیبر د فتنو او توطئو ځاله او مرکز و.
 
o الله سبحانه وتعالی په خپل کریم کتاب (قرآن) کي له خپل نبي صلی الله علیه وسلم سره د خیبر د فتحې وعده کړې او فرمایلي یې دي: «وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا». دلته د ډېرو غنیمتونو مراد او مطلب خیبر دی.
 
o خیبر خاص د حدیبیې په سوله کي د ګډون له شرفه برخمنو اصحابو رضي الله عنهم له پاره غنیمت و، همدا وجه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چي یوازي هغه کسان به ورسره ځي چي په حدیبیه کي یې ګډون درلود، او د دې غازیانو شمېر ۱۴۰۰ تنه و.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل لښکر سره د خیبر په لور وخوځېد، هلته چي ورسېد، یهودان یې په لیدو سره دومره ووېرېدل چي فورا خپلو کلاګانو ته ننوتل، دروازې یې ورپسې بندي کړې او چیغي یې وهلې: محمدٌ و جَیشُهُ، محمد صلی الله علیه وسلم او لښکر یې رارسېدلي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د یهودانو د وېري دا حالت ولید، د تکبیر ناره یې پورته کړه، وې فرمایل: اللَّهُ أَكْبَرُ، خَرِبَتْ خَيْبَرُ، إِنَّا إِذَا نَزَلْنَا بِسَاحَةِ قَوْمٍ فَساءَ صَباحُ المُنْذَرِيْنَ: الله أکبر، خیبر ونړېد، موږ چي کله د کوم قوم سیمې ته ورشو، نو د ګواښل شویو سباوون ډېر بد او ناوړه وي.
 
o خیبر کلابند شو، د محاصرې کړۍ تنګېدله، د اصحابو رضي الله عنهم اتلولۍ یوه په بله پسې ښکارېدلې او د یهودانو ځالي تر سختو ګوزارونو لاندي وې.
 
o د محاصرې پر مهال زبیر بن عوام، علي بن أبي طالب، ابو دجانه، سلمه بن أکوع او نورو اصحابو رضي الله عنهم نه هېرېدونکي کارنامې او اتلولۍ تاریخ ته په میراث پرېښودې.
 
o علي بن أبي طالب رضي الله عنه د یهودانو د مشهور اتل مَرحب سر له تنې بېل کړ، زبیر بن عوام رضي الله عنه د مَرحب ورور یاسِر وواژه، او په دې توګه له نیمايي زیات خیبر فتح شو.
 
o د خیبر یهودان چي کله باوري شول نور له منځه تلونکي دي، وژل کیږي، نو د تسلیمۍ لاسونه یې اوچت کړل، او د خیبر د پاتې برخو په سر یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خبرو وړاندیز وکړ، چي نبي صلی الله علیه وسلم یې وړاندیز ومانه.
 
o له خبرو وروسته په دې اتفاق وشو چي:
 
- د خیبر په کلاګانو او برجونو کي د ځای پر ځای شویو یهودانو سرونه به په امن وي.
- اولادونه به یې هم په امن وي.
 
- یهودان به له خیبره کډه کیږي.
 
- له وسلو پرته به نور هر څه ورسره وړلی شي.
 
o د خیبر یهودانو له خپلو مېنو د کوچيدو پر مهال له رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتل چي د بزګرانو یا مزدورانو په توګه په خیبر کي د پاتې کيدو اجازه ورکړي، ځمکي به د نیمایي حاصل په بدل کي ورته کاله کوي (کري او ریبي به یې ورته).
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د یهودانو دا غوښتنه ومنله، ځکه د خیبر ساحه او ځمکي ډېرې پراخه وې، پراخ د خرما باغونه وو په کي، نبي صلی الله علیه وسلم او اصحابو رضي الله عنهم یې د دې ځمکو د کاله کولو له پاره اړین بشري ځواک نه درلود.
 
o د خیبر په فتح کولو سره مسلمانان شتمن شول، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ویلي: «ما شَبِعنا حتی فَتَحْنَا خَیْبَرَ». رواه البخاري. موږ د خیبر له فتحي مخکي نه وو ماړه شوي.
 
o امام بخاري له عائشې رضي الله عنها روایت کړی چي وایي: «عَنْ عائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها قالَتْ: لَمَّا فُتِحَتْ خَيْبَرُ، قُلْنا: الآنَ نَشْبَعُ مِنَ التَّمْرِ»، وذلک لکثرة نخیلها. خیبر چي فتح شو موږ سره ویل اوس به په خرما ماړه شو، ځکه هلته د خرما ډېري ونې او باغونه وو.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته