تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د څلورو میاشتو کم قسم
 
  March 15, 2013
  0
که څوک د خپلي ښځي د نژدېکت څخه د څلورو میاشتو څخه د کمي مدې لپاره لوړه وکړي د بېلګي په ډول لوړه وکړي چي درې میاشتي به خپلي ښځي ته نه نژدې کیږي ، دا لوړه د ایلاء حکم نه لري که پر خپله لوړه پاته سو طلاق نه واقع کیږي او که قسم يې مات کړى نو د قسم کفاره به ورکوي .

تش په خوله رجوع
ددې د پاره چي طلاق واقع نه سي نو ایلاء کونکی باید د څلورو میاشتو په مده کي دننه د خپلي ښځي سره نژدېکت وکړي ، خو که ایلاء کونکی ناروغ وو او د جماع توان یې نه درلودى ، یا یې ښځه مریضه وه د ناروغۍ لکبله یې نژدېکت نه سواى ورسره کولای همدا راز که څوک په لیري واټن کي پردیس وو د ایلاء په مده کي یې ځان تر خپلي ښځي نسوای رسولای ، بیا تش د خولې په وینا هم رجوع کولای سي .

که د څلورو میاشتو په دننه کي په خوله ووایي : ما خپلي ښځي ته رجوع کړې ده ، د قسم کفاره به ورکوي او ایلاء یې هم له منځ څخه ځي يعني که څلور میاشتي پوره سي طلاق نه واقع کیږي .

که ناروغ په خوله رجوع وکړي او د قسم اخیستلو د نېټې څخه څلور میاشتي لا پوره سوي نه وي ناروغي یي جوړه سي هغه تش د خولې رجوع يې لغو کیږي په عملي بڼه به رجوع ورته کوي .

انتِ علی حرام
که څوک خپلي ښځي ته ووایي : انتِ علی حرام یعني ته پر ما حرامه یې .

دلته د سړي نیت ته کتل کیږي که د یوه طلاق په اراده يې دا وینا ښځي ته کړې وي نو یو طلاق لویږي ، که د درو طلاقو په نیت يې کړې وي درې طلاقه په واقع کیږي .

که دا وینا يې د ظِهَار په نیت کړې وي نو ظِهَار په واقع کیږي دا چي ظِهَار څه ته وايی او څه حکمونه لري دا په راتلونکو پاڼو کي ان شاء الله د ظِهَار په باب کي درته بیانیږي .

خو که د دې وینا څخه یې تحریم یعني حرمت مراد وو بیا د ایلاء حکم لري ، همدا ډول که د هیڅ شي اراده يې نه درلودل همداسي يې دا وینا کړې وه هلته هم دا وینا د ایلاء حکم لري .

که د همدې وینا څخه وروسته د څلورو میاشتو په دننه کي د ښځي سره نژدېکت وکړي د قسم کفاره به ورکوي او که ددې وینا څخه وروسته څلور میاشتي پر تېري سي او د ښځي سره هیڅ نژدېکت و نه کړي نو یو بائن طلاق په لویږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته