تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ نېکان الله ځان ته رابولي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 19, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(اُوهمه برخه)

 

نېکان الله جل جلاله ځان ته رابولي 


رسول الله صلي الله عليه وسلم د صحابه کرامو په یو مجلس کي وفرمایل: "کله چي الله جل جلاله یو بنده ته د خیر اراده وکړي، نو هغه خپل ځان ته را وبولي."


اصحابانو مبارکانو وپوښتل: څنګه هغه د ځان لوري ته رابولي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم صلي الله عليه وسلم وویل: هغه ته د یو نېک کار تر سره کولو توفیق ورکوي، بیا وروسته په دغه حالت کي یې روح اخلي، نو هر کله چي الله جل جلاله له یو چا سره مینه ولري، هغه په خپل اطاعت او عبادت کي بوختوي، ترڅو یوازي د ځان له پاره ژوند و نه کړي، بلکي د خپل دین له پاره خدمت هم وکړي، خلک دین ته را وبولي، په نېکیو امر وکړي او له بدیو څخه منع وکړي او تل د مسلمانانو کارونو ته اهمیت ورکوي او د هغوی غمخوار وي.


که یوه مېرمنه په افغانستان کي ژوند کوي، هغه یې مور ده او که سعودي عرب کي ژوند کوي، هغه یې خور ده او که په چین کي ژوند کوي، هغه یې لور ده او د کشمیر اوسېدونکي یې خپلوان دي، تل د هغو په درد غمجن وي او په خوښۍ یې خوشحاله وي.


دی تل د خپلوانو او ملګرو د نصیحت کولو په هڅه کي وي او هر وخت او هر ځای د موقع څخه ګټه پورته کوي، تر څو مسلمانانو ته یې خیر ورسېږي.


کله چي یو بد او منکر کار وویني، زړه یې د افسوس له امله درد وکړي او سترګي یې له اوښکو څخه ډکي سي.


د دې له پاره چي خلک د الله جل جلاله په نافرمانۍ کي و نه ویني، دا ورته ډېر خوښ وي چي په غېچي/قیچي پرې- پرې سي، نه چي څوک د الله جل جلاله په نافرمانۍ کي وویني، خلکو ته د نصیحت او هدایت کولو په لاره کي د اوبو او اور پروا نه لري، ځکه د پیغمبرانو او د الله جل جلاله د دوستانو حالتونه یې لوستلي دي.


ابراهیم، هود، سلېمان، داؤد (علیهم السلام) حال وګورئ او همدارنګه د شعیب، موسی، ایوب او عیسی (علیهم السلام) حالتونه وګورئ، چي څنګه یې د الله جل جلاله د دین خدمت کاوه او څنګه یې په پوره باور سره هر ډول ستونزو ته تیار وه.


د نوح عليه السلام خبري واورئ، چي څنګه خپل شکایت الله جل جلاله ته وړاندي کوي: قَالَ رَبِّ إِنِّى دَعَوْتُ قَوْمِى لَيْلًا وَنَهَارًا(۵)فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَآءِىٓ إِلَّا فِرَارًا(۶) وَإِنِّى كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوٓا أَصٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا(۷)ثُمَّ إِنِّى دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا(۸)ثُمَّ إِنِّىٓ أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا(۹)فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًا(۱۰)يُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا(۱۱)وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوٰلٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهٰرًا(۱۲)مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا. [سورة النوح: ۵-۱۳]


ژباړه: اې زما ربه! ما خپل قوم ته شپه او ورځ دعوت ورکړ، خو زما بلني د هغو تېښته (د حق څخه) لا زياته کړه، مګر له دې سره تسلیم نه سو، څنګه چي فرمايي: او هر كله چي ما هغوی دې ته را وبلل چي ته بخښنه ورته وکړې، هغوی په غوږونو کي ګوتي ونیولې، په جامو سره یې مخونه وپوښل، پر خپل چلند یې ټينګار وکړ او ډېر تكبر یې وکړ، بيا ما هغو ته په لوړ ږغ بلنه ورکړه، بيا مي په ښكاره هم هغو ته تبليغ وکړ او په پټه- پټه مي هم وپوهول.


ما وويل: له خپل رب جل جلاله څخه بخښنه وغواړئ، بې شكه چي هغه خورا ډېر بخښونكی دی، هغه به پر تاسي له آسمانه ښه اورښتونه وکړي، تاسو ته به مالونه او اولادونه در په برخه کړي، ستاسو له پاره به باغونه پيدا کړي او ستاسو له پاره به ویالې وبهوي، په تاسو څه سوي دي، چي د الله جل جلاله له پاره د هیڅ عزت په فكر کي نه ياست؟


نوح عليه السلام خپل ټول وس او ژوند د الله جل جلاله دین ته وقف کړی وو، سهار او ماښام، په ښکاره او په پټه یې خلک دین ته رابلل. نهه سوه پنځوس کاله یې په دې لاره کي تېر کړل، ځیني نسلونه ولاړل او نور راغلل، خو بیا هم دی د یو قوي او مضبوط غر په شان ولاړ وو.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته