تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پخپلو منځو کې سلام خپور کړی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


كله چې کوم مسلمان ورور سره مخامخ سی نو د هغه سره د خپلواړیکو د ښکاره کولو او د هغه په لیدو د خوشحالی له امله السلام علیکم وایاست .


په قران مجید کې دی :


 وَإِذَا جَاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ﴿الأنعام: ٥٤﴾


(ای نبی ! چې کله تاته هغه خلک راسی چې زمونږ پر آیتونو ایمان لری نو هغوی ته السلام علیکم ووایه ).


په دی آیت کې نبی صلی الله عليه وسلم ته په وینا کې په غیر مستقیم ډول امت ته دا زده کړل شوی چې مسلمان کله هم له مسلمان سره مخامخ شي نو دواړه دی د خوښی د ولولو ښکارونه وکړی، او غوره لاره يې دا ده چې يو د بل لپاره د سلامتی او عافیت دعا وکړی، يو السلام علیکم و وایی نو دویم دی په ځواب کې وعلیکم السلام و  وایی، دا الفاظ د خپلمنځی مینی او محبت د زیاتوالی او قایمولو وسيله ده.


د پیغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم لارښوونه ده : تاسی خلک جنت ته نسی تللای تر څو چې مومنان نه سی او تاسی مؤمن کیدای نه سی تر څو چې يو د بل سره مینه ونه کړي، زه تاسې ته هغه لاری چاری ولی ونه ښایم، د کومو په غوره کولو چې به تاسې پخپلو منځو کې يو تر بله سره محبت کوي، پخپلو منځو کې سلام خپور کړی .


(مشکوة)


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته