تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صالحي کورنۍ جوړولو لاري چاري (وروستۍ برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 5, 2023
  0

ليکوال:   نجيب جلواح حفظه الله ورعاه
ژباړن او ترتيبوونکی: نعمت الله شاکر/ 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د صالحي کورنۍ جوړولو لاري چاري
(وروستۍ برخه) 


۴ ـ د کورنۍ د اصلاح د اساسي وسائلو او سببونو څلورمه نقطه: د اولادونو إصلاح


د اولادونو د اصلاح لپاره پکار ده، چي په هغوی باندي د قرآن كريم حفظ وسي، شرعي اذکار او اداب ورته وښوول سي، د اسلامي عقيدې اصول ورته وښوول سي، لکه څنګه چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم خپل صحابي حضرت عبد الله بن عبَّاس رضي الله عنهما ته وښووله:
يَا غُلاَمُ! إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ: احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ لَكَ، وَلَوِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلاَمُ، وَجَفَّتِ الصُّحُفُ» رواه أحمد والتِّرمذي.


ژباړه: اې ځوانه! زه تاته څو خبري ښيم، ته د الله تعالی ( د امر او نهي) حفاظت وکړه، الله تعالی به تا وساتي. ته د الله تعالی ( د احکامو ) ساتنه وکړه، الله تعالی به پخپل مخ کي پيدا کړې( الله تعالی به دي د دنيا او آخرت له سختيو څخه ساتنه وکړي). که دي سوال کاوه، نو د الله تعالی څخه سوال کوه، که دي مرسته غوښته، نو په الله تعالی سره مرسته غواړه، ته پدې پوه سه که چيري ټول امت پر دې را تول سي، چي تاته ګټه ورسوي، نو هيڅ ګټه نسي در رسولای، بيله هغي ګټي، چي الله تعالی ستا لپاره ليکلې وي، او که ټول امت پر دې راټول سي، چي تاته ضرر در ورسوي، نو هيڅ ضرر نسي دررسولای، بيله هغه ضرره څخه چي الله تعالی تاته ليکلی وي. قلمونه پورته سوي او پاڼي وچي سوي دي.


او د هر کور مشر به خپل اولادونه پر لمانځه دروي او پر اووه کلنۍ باندي به هغوی پر لمانځه امر کوي، او په اووه کلنۍ کي به د نجونو او هلکانو د پريوتلو ځايونه سره بيلوي، لکه څنګه چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: 
مُرُوا أَوْلاَدَكُمْ بِالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرِ سِنِينَ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي المَضَاجِعِ» رواه أبو داود.
ژباړه: خپل اولادونه مو په اووه کلنۍ کي پر لمانځه امر کړئ، او د لس کلنۍ په عمر ئې پر لمانځه (د لمانځه په وړاندي د بي اعتنايي په صورت کي) باندي ووهئ او د دوی د پريوتلو ځايونه سره بېل کړئ.


لوڼي دي له وړکتوبه څخه ستر، حياء او حجاب ته وهڅول سي، چي په لويوالي کي ئې التزام وکړي. لنډ، نازک او د نارينه وو جامو ته ورته او مشابه جامې دي نه ورته راوړي او نه دي د اغوستلو اجازه ورکوي.


د کور مشر دي خپل اولادونه د هغو ماشومانو سره وتلو او اړيکو ته نه پريږدي، چي هغوی نه پيژني او د اخلاقو څخه ئې مطمئن نه وي. که احتياط ونه سي، نو له نورو ماشومانو څخه بداخلاقي، ښکنځل او بد الفاظ زده کوي؛ ځکه ملګرتيا اغيزمنه ده، يو شاعر پدې اړه څونه ښه ويلي دي:


عَنِ المرْءِ لاَ تَسَلْ وَسَلْ عَنْ قَرِينِهِ    فَـكُـلُّ قَـرِينٍ بِالمقَـارِنِ يَـقْـتَدِي.


ژباړه:  د چا په اړه، چي پوښتنه کوې، نو د ملګرو پوښتنه ئې وکړه، بيله شکه ملګری د ملګرو پيروي کوي.


کوم پلار چي خپلو اولادونو ته د بدو يا نا پيژاندو ملګرو سره د اړيکو اجازه ورکوي، يا د هغوی څارنه او نظارت نکوي، نو اولادونه به ئې د بدو او ناپيژاندو خلکو د ملګرتيا په نتيجه کي له سيده لاري څخه منحرف او بيلاري سي او داسي اخلاق به غوره کړي، چي بيا به ئې پلار په ذليل وي.


بله د يادوني وړ مهمه خبره داده، چي د کورنۍ مسلمان مشر بايد خپله هم اصلاح وي، تر څو د هغه اصلاح د اولادونو د اصلاح لپاره لارښود وي؛ ځکه اولادونه هغه څه کوي، چي مور او پلار ئې کوي، دا يو حقيقت دی، چي د والدينو کړني د اولادونو بهترينه روزنه او تربيه ده.


۵ ـ د کورنۍ د اصلاح د اساسي وسائلو او سببونو پنځمه نقطه: له كورنۍ څخه د منكراتو إزاله


د کورنۍ مشر ته پکار ده، چي په کورنۍ کي هيڅ منکر عمل ته اجازه ورنکړي او د منکراتو په وړاندي بايد جدي واوسي؛ ځکه منکرات او عبثيات د کورنۍ د اقتصادي تاوانونو تر څنګ د کورنۍ وقار او حياء له منځه وړي او په کورنۍ کي ديني روحيه تخريبوي، د آخرت فکر او د ايمان غوښتني کمزوري کوي او په آخر کي د هدايت اساسات نړيږي او مختلفي ګمراهۍ په کور کي ځالي جوړوي.


د کور مشر باید دا هم وګوري، چي ماشومان ئې کورته څه راوړي، په کڅوړو کي څه راوړي، تر خپلو توشکونو او بسترونو لاندې ایښي دي، لوڼې یې چیرته ځي، له چا سره ځي، او له کوره بهر څه کوي او څنګه لباس اغوندي؟


کوم پلار چي خپلو ماشومانو ته د هر ډول فلمونو کتلو اجازه ورکوي، نو داسي فلمونه سته چي د ماشومانو عقائدو او اخلاقو ته ضرر لري، ماشومان جرم ته هڅوي، حتی داسي فلمونه سته، چي د لويانو اخلاق هم فاسدوي. د پلار دغه اجازه پدې معنی ده، چي خپل اولادونه د هلاکت کندي ته غورځوي، بيله دې چي ضرر ته ئې متوجه سي.


هغه پلار چي خپل اولادونه ښوونځي ته د تګ، هلته پاتېدو او بيرته راتګ پر وخت نه تعقيبوي، ماشومان دا محسوسوي، چي والدين ئې د دوی تګ راتګ نه څاري، نو اولادونه ئې د خپلواکۍ او خپلسرۍ احساس کوي او په تدريجي ډول فاسديږي، اخلاق ئې خرابيږي، ممکن داسي حالت ته ورسېږي، چي د والدينو لپاره به يې بيا رغول او اصلاح کول ستونزمن وي.


په هرصورت، دا بايد په پام کي ونیول سي، چي دغه څارنه پداسي توګه وسي، چي ماشومان د مور او پلار ترمنځ د باور د ضایع کیدو او د باور نشتون احساس نکړي. 


ماشومانو ته مشورې او لارښووني باید د هغوی د عمر، پوهي، احساساتو او درجو په پام کي نيولو سره صورت ونیسي. تېروتني ئې بايد پداسي طريقو اصلاح سي، چي ماشومان د ظلم او بې عدالتۍ احساس ونکړي او د والدينو په وړاندي عقده وانخلي او د کمترۍ احساس هم ونکړي، چي پر خپل نفس باندي باور له لاسه ورکړي.


خلاصه داده، چي هر څوک باید د خپلو نږدې او هوښيارو دوستانو سره مشورې وکړي، وروسته د نورو سره مشورې وکړي.


که موږ هر یو د خپلي کورنۍ او نږدې دوستانو سره مشورې وکړو او يو بل ته لارښووني او توصيې وکړو، نو ډير ژر به د نيکمرغيو شاهدان واوسو؛ ځکه د کورنيو څخه ملت جوړیږي. کله چي هر یو د خپلي کورنۍ سمه پالنه کوي، نو ټول ملت به د نيکمرغيو او پرمختګونو څخه برخمن وي. که د هري کورنۍ مشر د خپلي کورنۍ په تربيه او روزنه کي هلې ځلې کوي، دا پدې معنی ده، چي د ټول ملت په پاللو او نيکمرغه کولو کي برخه اخلي او د خپلي کورنۍ پاللو په نتيجه کي د هغه په عملنامه کي د کورنۍ د روزلو لامله د هغوی د عبادت، اصلاح، پرمختګونو او نيکمرغيو مستقيم اجر او د ټول ملت غير مستقيم اجر او ثواب ليکل کيږي.


د کورنۍ د اصلاح موضوع د هر مسلمان او بالخصوص ښوونکو لپاره خورا مهمه ده او د نيکه مرغه اسلامي شريعت د اسلامي امت د زامنو او لوڼو لپاره د اصلاح لپاره کافي لارښووني لري.


والحمد لله ربِّ العالمين، والصَّلاة والسَّلام على سيِّد الخلق أجمعين، ولا حول ولا قوَّة إلاَّ بالله العليِّ العظيم

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته