تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې شيان د اسلام عزت له منځه وړي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 30, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


درې شيان د اسلام عزت له منځه وړي! 

 

وَعَنْ زِيَادٍ بنِ حَدِيْر قَالَ: قَاْلَ لِيْ عُمَرُ: "هَلْ تَعْرِفُ مَا يَهْدِمُ الاِسْلاَمَ؟ قَالَ:قُلّتُ: لاَ؛ قَاْلَ: يَهْدِمُهُ زِلَّةُ الْعَالِمِ، وَجِدَالُ الْمُنَافِقِ بِالْكِتَابِ، وَحُكْمِ الأَیمَّةِ الْمُضِلِّيْنَ.[ مشكاة المصابيح۲۷۱]

 

ژباړه: زياد بن حدير وايي ماته عمر رضي الله عنه وويل: آيا ته هغه شيان پېژنې چي اسلام ورانوي؟ ما ورته وويل يا. ده وويل: اسلام خرابوي د عالم ښويېدل، په قرآن باندي د منافق جګړه كول، او د ګمراه پاچاهانو حكم كول.


توضيح: محدثينو ددې حديث په تشريح كي ليكلي دي: دغه درې شيان د اسلام عزت له مينځه وړي: يو دا چي عالم په خپل شرعي مسئوليت كي ناغيړي وكړي نو له امله يې په شرعي امورو كي غلطياني ډيري سي، او بل دا چي منافق سړی د خپل شخصي هدف د تر لاسه كولو لپاره او د يوې ځانګړي موخي د لاس ته راوړلو په نیت په قرآن باندي استدلال كوي او خپل ناروا، بدعت او خپل خرافات په قرآن باندي توجيه كوي. 


او دريم دا چي بې لاري اوګمراه پاچاهان او مشران د خلګو مينځ كي حكم كوي او د دوی فيصلې د خپلو غوښتنو مطابق او د هغوی د مزاج موافق آواروي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته