تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځوانانو د ناکامۍ لاملونه (وروستۍ برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 1, 2023
  0

لیکوال: عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ځوانانو د ناکامۍ لاملونه
(وروستۍ برخه)


 اووهم: د دیني او عصري علومو څخه لیري کیدل، داچي حلال وحرام په علم باندي پیژندل کیږي او علم سبب ددي دی چي انسان د خپل رب معرفت او پیژندنه په وکي، نو خود به هغه کسان چي علم نلري او د علومو څخه بي برخي دي د جائز و ناجائز، حلال وحرام روا او ناروا فرق نکوي، په داسي کارونو او اعمالو به اخته وي چي د جواز او نه جواز څخه به یې خبر نوي ځکه ده ځان ندی خبر کړی او بې علمه دئ، علم انسان د هغه تاریکیو او بدبختیو څخه راګرځوي چي د جهل په خاطر انسان ته پیدا کیږي، خو که څوک بي علمه وي خامخا به ددغو تاریکیو او بدبختیو سره مخ وي او داسي کارونه به کوي چي دی به خبر نوي ټول اعمال به یي د لاسه ورکړي وي.


 اتم: د علماوو څخه لیري کیدل، د علماوو سره ناسته، دهغوی په ناستو او جلسو کي شرکت کول، د علماوو سره مشوره کول او ددوی و تقریرونو ته غوږ نیول دا هغه شیان دي چي انسان د بدمرغی د لاري څخه د نیکمرغی و لاري ته را اړوي او د انسان څخه نیک، صالحه او تقوی داره شخص جوړه وي، خو داچي زموږ د ټولني ځیني افراد او ځیني ځوانان د علماوو د ټولی څخه لیري دي یا د علماوو په ټولی کي شرکت نکوي، د هغوی څخه په خپل کارونو کي مشوري نه اخلي ، د علماوو څخه ځانونه لیري کوي او د دیني مسائلو په باب د هغوی څخه پوښتني نکوي ځانونه نه خبروي بلکي دا دین داسي ګڼي لکه ددوی په خبره چي دانو یواځي و ملایانو او علماوو ته راغلی وي، موږ یې په عملي کولو مکلف نه یو، نو ضرور به ستونزو او کړاوونو پر سر اخیستی وي او پر مځکه به حیران وي، د ورځني ژوند مسائل به ورته معلوم نوي، حلال او حرام به نوي ورته معلوم، بیانو د خپل کارونو او ژوند څخه په شکایت دی چي زما کارونه نه سمیږي او په ژوند، مال، زرق او وخت کي مي برکت نسته.


 نهم: د مطالعي نه کول، زموږ د ټولني اکثره ځوانان د کتاب د مطالعي شوق او ذوق نلري او حال دادی چي په مطالعي باندي انسان ته ډیري فائدي او ملکي حاصلیږي، مطالعه د انسان د استعداد لوړولو ترټولو لویه او آسانه وسیله ده چي انسان د مطالعي په سبب خپل په علمیت کي ډیره ترقي راوړلای سي، خو داچي موږ په علمیت کي شاته پاته یو سبب یي دادی چي مطالعه نه کوو او شوق یي نلرو.


 لسم: و تیر تاریخ ته کتنه نه کول، ځوانانو که غواړی چي په ژوند کي بدلون راولی او د اسلام مبارک دین او دي ولس ته په واقعي ډول خدمت وکړئ نو خپل د تیرو اسلافو و تاریخ ته کرکتنه وکړی او وګوری چي هغوی څنګه دادین تر موږ پوري رارسولی، د دین په رارسولو کي یي څومره ستونزي او مشکلات ګاللي او موږ باید څنګه دا دین تر نورو ورسو، څنګه خدمت وکړو، څنګه ځانونه او کورنۍ اصلاح کړو، خو موږ ددې پر ځای خپل د نس او خیټي د ډکولو په فکر کي یو چي څنګه نس ډک کړو د کومي لاري څخه یي پیدا کړو فقط دغه غم راسره دی، هم او غم مو نس دی، هرڅوک وایي چي زه دي ښه معاش ولرم، ښه سرای دي ولرم او ښه موټر دي ولرم بالا نو که څوک اور اخلي هم یي په قیصه کي نه یم، بلکي داسي ندی لکه دوی چي فکر کوي، دوی باید دځان او ټولني اصلاح او سمون د ځان لوی مسؤلیت وګڼي.


 یولسم: د خپل ګران پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت طریقه پریښودل، وینو چي نن په ټولنه کي ډیرو ځوانانو د خپل نبی ﷺ طریقه ترک کړي او هغه څه یي انتخاب کړی چي غربي او غیر اسلامي فرهنګ دی، ږیره خریل، لنګوټه نه پر سر کول، سلام نه کول، خپل سر د غربیانو په رقم جوړول، په خوراک خوب او ورځني ژوندکي سنت طریقه نه عملي کول، دا هغه شیان دي چي ددي زماني ځوانان په اخته دي او ورځ په ورځ ځوانان د سنت طریقو څخه لیري کیږي چي دا د انسان ژوند خرابوي او د ژوند سکون او اطمینان ورڅخه اخلي، ځوانانو سنت طریقي عملي او ژوند مو په روښانه کړئ.


 دولسم: دعاء پریښول، دعاء چي الله تعالی جل جلاله د انسان د مشکلاتو لیري کولو، ضرورت او حاجت پوره کولو لپاره ګرځولي، که ته هره ستونزه او مشکل ولري فقط او فقط خپل سر والله جل جلاله ته پر سجدة کړه او خپل لاسونه و الله جل جلاله ته پورته کړه او خواست دي په اخلاص سره وکړه بیانو ګوره چي څنګه دي مشکلات ختمیږي او ژوند دي سمیږي خو لکن زموږ ځوانان ددې څخه بې برخي دي، ودعاء کولوته وخت نه ورکوي، د لمانځه څخه وروسته ددعاء کولو پر ځای انټرنیټ استفاده کوي نو خود به دی د ستونزو سره مخ وي او نسي به کولای چي خپل په ژوند کي اصلاح راولي، راځئ خپل د ستونزو حل یواځي یوبل ته په دعاء کولو سره لیري کړو. دداسي ورځي د راتلو په هیله.

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته