تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څوک ډېر بې عقل دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2023
  0

ژباړه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


څوک ډېر بې عقل دی؟ 


عمر بن عبدالعزيز رحمه الله خپلو ناستو ملګرو ته وويل: ما ته تر ټولو بې عقل انسان معرفي کړئ.


هغوی وويل: هغه څوک چي خپل آخرت په دنيا باندي وپلوري.


يعني آخرت هير کړي او دنيا غوره کړي.


عمر بن عبدالعزيز رحمه الله وويل: زه تاسي ته تر دغه ډېر بې عقل انسان معرفي نکړم؟ هغوی وويل معرفي يې کړه!


عمر رحمه الله وويل: هغه انسان ډېر بې عقل دی چي خپل آخرت د بل چا په دنيا وپلوري.


يعني هغه څوک چي آخرت هېر کړي او د بل چا لپاره ګناه کوي؛ د بېلګي په ډول: د بل چا لپاره درواغ وايي، چلبازي کوي، غيبت کوي، د مسلمانانو سره دښمني کوي، د مسلمان سره حسد کوي او د بل چا په فرمايش او سپارښتنه ځان په ګناه کي غرقوي.[الحلية۵/۳۲۵]

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته