تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة لقمان لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 31, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة لقمان لنډه پېژندنه 


سورة لقمان د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۱ سورة دئ چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة لقمان ۳۴ آية او ۴ رکوع دئ.


د دې سورة نوم د ۱۲ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:


 (وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا لُقْمَـٰنَ ٱلْحِكْمَةَ أَنِ ٱشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌۭ)


ژباړه: او يقيناً چي موږ لقمان ته حکمت ور کړی وو، چي د الله تعالی شکر اداء که او هر هغه څوک چي شکر اداء کي (د الله تعالی)، نو په حقيقت کي ئې خپل د ځان له پاره شکر اداء کئ او هغه څوک چي کفر وکي (يعني د نعمت او ورکړل سوي شي شکر اداء نه کي) نو بېشکه چي الله تعالی غني (يعني هيڅ شي ته محتاج نه دی) او د ستايش او صفت لايقه دئ.


د دې سورة نوم د يوه متقي او د حکمت والا کس په نامه سره نومول سوی دئ، چي الله (عزوجل) ئې نوم او د ده ويناوي چي خپل زوی ته ئې کولې، دلته ذکر کړي دي.


په سورة لقمان کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي.


۱-  قرآن کريم د هدايت کتاب دئ او د محسنين (متقيانو) له پاره رحمت دئ.


۲-  د لقمان صاحب نصيحتونه خپل زوی ته، چي اولين نصيحت ئې دا وو: د الله تعالی سره هيڅ شريک مه نيسه.


۳-  د والدينو (بالخصوص د مور) حقوق. خو که د کفر خبره در ته کوي، متابعت ئې مه کوه.


۴-  اسلامي اخلاق او معاملات.


۵-  د انسانانو د ګمراهۍ اساسي علت دا دئ چي په ړانده ډول خپل د پلار او نيکه پر طريقو روان دي.


۶-  که درختي ټول قلمان سي او دريابونه (بحرونه) رنګونه سي، بيا به هم د الله (رب العزة) کلمات خلاص نه سي (يعني و به ئې نه سي ليکلای).


۷-  الله (تبارک و تعالی) يوازنی ذات دئ چي د ورځو او شپو اړونکی دئ، لمر او سپوږمۍ ئې مسخر کړي دي.


۸-  د قيامت د ورځي علم يوازي د الله تعالی سره دئ، باران اورول، د ميندو په رحم کي پر کوچنيان علم درلودل، کوم کس به سبا څه کوي او چيري به مړ کيږي، د دې هر څه علم يوازي د الله تعالی سره دئ.


په سورة لقمان کي د مؤمن عمده عقيده او خواص ذکر سوي دي


هغه کسانو چي ايمان راوړئ، نيک اعمال ئې تر سره کړل، لمونځ ئې قائم کی، زکات ئې اداء کی او په ورځ د آخرت ئې پوره يقين وي، نو همدغه کسانو ته الله تعالی هدايت کړی دئ او هم دوی کاميابه دي. يعني په نعمت داره جنتونو کي به تل تر تله وي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته