تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانانو! که فرصت نه وي، نو فرصت رامنځته کړئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 22, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

ځوانانو! که فرصت نه وي، نو فرصت رامنځته کړئ

 

ډېر ځوانان مي لیدلي دي، چي تعلیم يې کړی وي، مستعد وي، اما په دې تمه ناست وي، چي یوه مناسبه وظیفه به ور پيدا سي، مؤسساتو ته د کار غوښتنلیکونه لېږي یا دولت تورنوي، چي ځوانانو ته د کار زمینه نه برابروي، د ځوانۍ با ارزښته وخت په همدې بېځایه انتظار تېر کړي، حال دا چي په نوره نړۍ کي ځوانان د دې پر ځای چي فرصت ته په تمه سي، په خپله فرصتونه رامنځته کوي.


تاسو څه فکر کوئ؟ که د ایلن ماسک، بیل ګیټس او مارک زکربرګ غوندي میلیاردران د پوهنتون له فراغت وروسته د وظیفې په تمه کښېنستلي وای، یا يې کومه اداره کي د معاش دنده ترسره کړې وای، نو آیا نن به دا خلګ میلیاردران وای؟ آیا دا خلګ به نن د نړۍ په سطحه د قوي بنسټونو څښتنان وای؟ آیا د دې خلګو سره به نن په لکونو با سواده افرادو کار کولای؟ آیا دا خلګو به نن د نړۍ پر اقتصاد او سیاست اغېز درلودلی؟ نه هیڅکله نه. 


نو دا خلګو داسي څه وکړل، چي نن د نړۍ له عادي وګړو بېل ژوند لري، د نړۍ تر نورو خلګو ډيري پیسې لري، آیا دا خلګو دغه پیسې په حکومتي دنده کي پیدا کړې؟ آیا دا پیسې يې په یوه مؤسسه یا شرکت کي د کار کولو پر مهال پیدا کړې؟ آیا دا خلګ میراثي دومره شتمن وه؟ یا. دا خلګو چي تحصیل وکړئ، نو په خپل مسلک کي په خپله لاس په کار سوه، نوي نوښتونه او ابتکارات يې وکړل، یوه فیسبوک ایجاد کړئ، بل د کمپیټر د اوسني پرمختللي شکل بنسټ کښېښود، ایلن ماسک بیا د ابتکاراتو ترڅنګ د پیسو ګټلو خورا نوښتګري لاري وکارولې، د موټر جوړولو کمپنۍ يې تأسیس کړه، د فضايي راکټ د یوه شرکت بنسټ يې کښېښود، نن ورځ همدا ایلن ماسک د نړۍ تر ټولو شتمن انسان بلل کیږي.


هو؛ ایلن ماسک د خپل پرمختګ خوبونه یوازي لیدل نه؛ بلکي د خوبونو د عملي کولو له پاره يې عملا زیار ایستئ، حکومت ته په تمه نه و، چي یوه وظیفه ورته پيدا کړي، بلکي خپله يې د خپل نوښتګر فکر په مرسته ځان ته فرصتونه رامنځته کړه.


جالبه خبره دا ده، چی دا شتمن سوي کسان چي نن ورځ د دوی تر لاس لاندي په لکونو کسان کار کوي، له آره د شتمنو پلرونو اولاده نه وه، دوی زموږ او ستاسو په څېر د متوسط اقتصاد درلودونکي افراد وه، صرف دوی دومره وکړه، چي د فرصتونو د نشتون له امله د شکایت پر ځای يې د فرصتونو د رامنځته کولو له پاره کلک هوډ وکړ، چي د دې هوډ له برکته خو يې ځان ته فرصتونه پیدا کړه، آن لکونو انسانانو ته يې لا د کار فرصتونه پيدا کړه. 


نو ځوانانو؛ هیڅکله مه ناهیلي کېږئ، زده کړي وکړئ، وظیفې ته مه په تمه کېږئ، بلکي عملا لاس په کار سئ، په خپل مسلک کي نوښتګر واوسئ او د خپلي کورنۍ او خپلي ټولني له پاره یو کامیاب او د حساب وړ یو څوک سئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته