تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او ادب
  تعلیم الاسلام راډیو
  August 16, 2016
  0
راټولونکى : محمد شريف حليم 
 
دادب د لمړني تاريخ په اړه داسي قاطع سند نه سته چي ددې کلمې څر نگوالى جوت کړي البته د عربو د جاهلي شاعرى په زمانوکي  يعني دجهالت په دوران کي داسي اقوال ترسترگو کيږي چي دغه کلمه پکښي را غلې وي   د اصول النـقـد الادبي (٥ ) اود تحفة الادب (٦) مخکي ابن عبدربه د عقد الفر يد څخه نقل کوي دى وايي :   د حره پاچا نعمان بن منذر دکسرا په نامه په يوه ليک کي کښلي وه : وفد اوفدت ايها املکرهطاَ من العرب هَم فضل في احسا بهم وانسا بهم  وآدا بهم . 
 
 ژباړه: اې پاچا ! ماله عر بو څخه داسي يوه ډله دپلاوي په توگه  در وليږل چي د حسب  ، نسب ، عقل او ادب  له مخي د ډېر فضلت خاونداندي . 
 
دغه راز علقمه بن علاثه د کسرا په مخ  کي وويل:  فليس من حضرک منا بافضل ممن عزب عنک بل لوقست کل رجل منهم، وعلمت منهم ماعلمنا لوجدت له في آبائه انداداَ واکفاء کلهم الي الفضل منسوب، وباالشرف والسودد موصوف وبالراى الفاضل والادب معرف .
 
ژباړه :  موږ چي وتاته راغلي يو  پرهغو کسانو، چي تاته نه دي  راغلي  پر هغوئ غوره والي نه لرو که ته هغوئ يو له بله سر ه پرتله کړې او که ته د هغوئ په هکله داسي وپو هېږې لکه زموږ په هکله ، چي پوهېدلئ يې نوته به هغوئ زموږ غوندي ومومې هغوئ ده فضل ، شرف  سعادت او لوړوالي څښتنان دي  او په ښه رايه او ادب  پېژندوئ دي٠ 
 
له پورته وينا څخه څرګندېږي چي دادب لفظ تراسلام دمخه په  عربي ژبه کى وو . خو دد غو وينا وو په هکله ځني شک لري  او  وايي ، چي ښايي ځني ټکي يې جعلي وي ، ځني پو هان بيا ددې تايد کوي ، دغه راز که څو ک د عربي ژبي دادب تاريخ مطالعه کړي نودا به ورته څرګنده سي، چي د ادب د کلمې مشتقات دعربو د جاهليت ددورې  په خطابو او اشعارو کي راغلئ دئ 
 
ويل کېږي ، چي د بني تميمو نامتو وينا وال اکثم بن صيفي د ادب کلمه پخپلو خطابوکي ياده کړ ې ده . او دغه مهال دې لفظ د ښې روزني ، تهذيب ، بې عيبى ، وړتيا، لوړو اخلاقو او دلوړواندنو معنا درلوده ، دغه راز لکه چي څرګنده ده د ادبِ کلمه د مېلمه پال ډوډۍ ورکونکي په معنا هم تر اسلام مخکي په عربوکي مستعمله وه. 
 
د حنافا خوري  دتار يخ الاداب العر بي د (٣٤) مخ څخه دا معلو مېږي ، چي د جها لت په دورکي هم دا کلمه  مېلمستياته دبلني لپاره کارېده او پر ښه اخلا قو يې هم دلا لت کاوه .
 
 د حضر ت رسو ل الله صلی الله علیه وسلم  او اصحابو له وينا وو څخه هم جوتېږي ، چي د دوئ پر مهال به هم دادب لفظ په عربي ژبه کي استعمالېده. روايت دئ چي حضرت علي رضي الله عنه  و رسول  صلی الله علیه وسلم  ته وويل : اې د الله تعالى استازې  موږ او تاسي ديو مور او پلار څخه يو ، خو زه وينم چي ته دعربو  له پلاوو ( مشرانو ) سره  په داسي ژبه خبري کوې ، چي مو ږ يي په ډيرو نه پوهېږو ، نو هغه مبا رک ورته وفرمايل:
 
أدبنى ربى فأحسن تأديبى و ربيت في بني سعد
ژباړه : ما ته زما الله  جل جلاله  ادب ښولى او ډېر ښه ادب يې راښولئ او بل زه دبني سعدو په کورنۍ کي روزل سوى يم کوم ، چي هغه مهال دعربو په قبايلوکي په فصاحت او بلاغت کي  وتلى وه :  د حضر ت رسول الله  صلی الله علیه وسلم   له دغي وينا څخه څرکندېږي ، چي دغه مهال ادب پر بېهتره روزني او نورو پور تنيو معناوو سر بېره دفصاحت او بلاغت معنا هم درلوده دغه راز د حضرت عبد الله بن مسعود رضي الله عنه  څخه روايت دئ ، چي رسول ا لله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :
 
  إن هذا القرآن مأدبة الله فتعلموا من مأدبته
 
ژباړه : بېشکه چي  قرآن په دې دنيا کي يوالهي سترخان دئ ، نو له هغه څخه تاسي گټه واخلئ . 
 
دغه کلمه دحضر ت علي رضي الله عنه  په وينا ووکي  هم ډېره راغلې ده.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 
 

سرته