تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
طوفانونه د تاريخ په پاڼو کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

طوفانونه د تاريخ په پاڼو کي

 

په دې خاطر چي انسان ډېر هېرېدونکی دی او د تېر څخه تجربه او محاسبه نه اخلي نو ځکه د خپلي زمانې څخه مخکي طوفانونه، زلزلې او خطرناکي پيښي هېروي او د هري حادثې د راتللو سره داسي فکر کوي چي ګويا تر اوسه داسي پيښه نده سوې، سره ددې چي مخکي هم ډېري خطرناکي پيښي سوي وي؛ خو دی يې په اړه معلومات نه لري او یا يې هم هېري کړي وي؛ ددې لپاره په تېر پېر کي موږ د ځينو پيښو څخه خبر سو دا دی زموږ د زمانې څخه ډېر مخکي ځيني پيښي ذکر کوو:


۱ – په ۲۴۲ کال کي د هجرت د تيما پر خلګو تند باران او داسي ګلۍ/ ژلۍ و ورېدلې لکه هګۍ چي ۳۷۰ نفره يې مړه کړه او ددې باران سره داسي آواز اورېدل کېدی چي ويل يې: پر خپل بندګانو رحم وکړه، خپل بندګانو ته بښنه وکړه! خلګو ددغه شي د قدمونو اثر ته کتل چي اوږدوالی يې يو ګز وو او ګوتي يې نه درلودلې، بر يې يوه لوېشته وو او د يو ګام څخه تر بل ګام پوري يې پنځه شپږ ګزه واټن وو؛ خلګ په ږغ پسې تلل خو ږغ يې اورېدی ولي هيڅ شی يې نه ليدی.


۲ – په ۲۳۴ کال کي د هجرت ډېر تند باد را والووتی چي تر پنځوسو ورځو يې ډېر دوام وکړ او پر بغداد، بصره، کوفه، واسط، عبادان او اهواز باندي وچلېدی د هغه وروسته د همدان لوري ته ولاړی هلته يې د خلګو کروندې وسوځولې بيا موصل ته ولاړی چي د ډېر تندوالي له لاسه يې خلګ د کورونو څخه نسوه وتلای چي د باد تر درېدلو پوري بازارونه بند وه.


 ۳– په ۲۴۰ کال کي د هجرت د ترکانو د ښارونو څخه د مرو په لوري تند باد را والووتی چي ډېر خلګ زکام ونيول او مړه سول د هغه وروسته د نيسابور، ری، همذان، حلوان ښارونو ته ولاړی د هغه ځای څخه د عراق پر لوري ولاړی او په بغداد او سرمن رای ښارونو کي ډېر خلګ تبي، زکام او سردردۍ ونيوله چي له کبله يې ډېر خلګ مړه سوه؛ په کتابونو کي راغلي دي چي د قيروان څخه يې ۱۳ قريې خسف کړې چي د ۴۲ نفرو په استثناء ټول خلګ يې ووژل، دغه ۴۲ نفره د قيروان مرکز ته ولاړه په دې خاطر چي ددوی مخونه تک تور وه د هغه ځای خلګو دوی و ايستل او ورته ويل يې پر تاسي باندي د الله قهر سوی دی، هغه وو چي د هغه ځای حاکم دوی ته د ښار څخه بهر ځای جوړ کړ او دوی يې ور واستول.


۴ – په ۴۱ کال کي د هجرت په مصر کي د سويدا پر قريې پنځه ډبري ولوېدلې چي يوه يې د يو صحرايي کس پر کيږدۍ ولوېدله او کيږدې سم دستي ورسره وسوځېدل کله چي دوی يوه ډبره وتلل لس رطله وه.


۵ – په ۳۷۸ کالي کي د هجرت د فم الصلح پر ښارګوټي باد را والووتی چي دجله يې داسي وچه کړه چي مځکه يې ښکاره سوه او ډېری خلګ يې ووژل.


۶ – په  ۴۲۰ هجري کال کي په يوې سيمي کي ډېر سخت يخ سو او ډېر لوی لوی يخيان د آسمان څخه را ولوېدل چي هر يو يې د ۱۵۰رطل په اندازه وو.


۷– په ۱۵ هجري کال کي د بغداد په سيمه کي دومره ډېره واوره وسوه چي کوڅې ورڅخه ډکي سوې او داسي واوره تر اوسه ګرسره نه وه سوې.


ماخ‌ذ: ايضاح المقال في اسباب الزلزال

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته