تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکريم قانوني اعجاز
 
  August 27, 2012
  0

 قرانکريم د الله جل جلاله وروستى ستر کتاب دئ ، چي د بشري نړۍ د سعادت او نېکرغۍ په موخه الله جل جلاله  پر خپل وروستي استازي رسول اکرم  صلی الله عليه وسلم   باندي پر داسي مهال نازل کړئ دئ ، چي پر درسته نړۍ باندي د جهالت او ناپوهيو توروتيارو خپل  ناولي و زرونه غوړولي وه ، رڼا او پوهه د نړۍ څخه پر کوچېدو  وه ، انسانانو خپل خالق او د هغه بندګي هېره کړې وه او نړۍ وال په يوه داسي بد بختۍ کي  راګير وه ،  چي ان دين  ورته  هيڅ  ارزښت  نه  درلودئ .


الله جل جلاله  په  خپل   وروستي کتاب قرانکريم کي داسي حيرانه  ونکئ  او  اغېز من تاثير  يښى دئ ،  چي که  هرڅوک  يې  په انصاف او د عناده پرته  په اخلاص سره  ورقه   ور  واړوي او  وې ګوري نو دفکر  او سوچ کولو  پرته  به په  لوړ  اواز  سره ووايي ،  چي  دا قران يو  الهي کتاب دئ .
قرانکريم په يوه وخت کي پر عقل او زړه دواړو باندي اغېزه کوي  او حقانيت يې و زړه ته لاره پيدا کوي ، د هغه په شان بليغ او فصيح کلام وړاندي کول ، چي اخبار بالغيب هم پکښي وي د انساني قدرت څخه وتلې خبره ده ، نو ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په غټو معجزوکي حسابل کېږي  . 

د قرانکريم پر حقانيت باندي دلايل   ويل دا سي معنى لري لکه يو څوک چي د نور پر نورانيت باندي د لايل وايي .خو په لاندي څو کرښوکي موږ  د دې له پاره د قران د اعجازونو د جملې څخه د هغه پر قانونيت باندي  څه کاږو تر څو پر قرانکريم باندي مو ايماني عقيده لا نوره  هم  غښتلې او قوت پکښي راسي . 

انساني قانون که يوه کس جوړ کړئ وي او که دګڼو کسانو ( پارلمان او يا يوه مجلس)  لخوا جوړ سوئ وي ، د دې قانون د مسودې په تر تيب کي چي هر څونه پوهانو او د قانون جوړني ماهرينو برخه اخستې وي ، بيا هم دا قانون چي د ډېرو پو هانو د نظرونو  محصول دئ  تر ډېره په بېلا بيلو قومونو  او هيوادونو کي نسي چلېداى او هرو مرو به دا سي کمزورۍ پکښې ښکاره کېږي ، چي په هغه کي به و ترميم او بدلون ته اړتيا ترستر ګوکېږي  .
 
دا چي د يوه هيواد په قوانينو کي د همهغه  هيواد د قانون جوړوني د مجلس يا پارلمان له خوا تغير او بدلون را منځ ته کيږي او دنوو زېږېدلو اړتيا وو له پاره په قانون کي مادې زياتېږي ، نو دا کړنه په اصل کي د همدې انساني قانون د کمزورۍ د ليل دئ ، مګر د قران قانون ، چي د انساني ژوند د ټولو اړخونو لکه ، تعليم ، تربيه ، سياست ، جهاد  ، تجارت ، ټولنيز ژوند ، عبادات او نورو سره تړاو   لري  او بشر ته  د دې قراني قانون وړاندي کونکئ او راوړونکئ هم يو دا سي پيغمبر دئ چي ليک او لوست يې نه وو کړئ بلکي امي وو ، دا ځکه چي ددې پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  وطن چي دى مبارک پکښي د الهي او قراني قانون د تطبيق په موخه د پيغمبر په حيث لېږل سوئ وو هستوګن يې امي او نا لوستي وه ، نه يې کوم  روزن ځاى (مدرسه يامکتب )  درلودئ او نه يې هستوګنو د کوم قانون څخه خبر دارى در لودئ . 

په دا سي حالاتو کي  ، چي نړۍ د غرقېدو په در شل کي وه ، د قران نجات بخښونکئ قانون ورته و ړاندي سو ، چي نه يواځي عربو بلکي د اسيا ، اروپا  او افريقا د درو  واړو لويو  وچو   هستوګنو تر زرو کالوډېره موده په دې قانون باندي فيصلې کولې ، په دې  اوږده موده کي ان نه پکښي کوم کوچنى نقص ښکاره سو او نه  و تر ميم او بدلون ته کومه اړتيا پکښي پېښه سوه ، بلکي په او سني د علم  او پر مختګ په دوره کي ، چي تعليم او زده کړي په ټوله نړۍ کي عام رواج موندلى دئ او د درستي نړۍ هستو ګن د يوې کورنۍ په ډول د تلويزون ، راډيو ، انټرنيټ ، ټليفون ، مجلو ، اخبارو  او نورو و سايلو  د لاري د يو او بل سره تړل سوي دي ، خو بيا هم د خپلو ټولو پر مختګونو  او لاس ته راوړنو سره سره نه يواځي مسلمانان بلکي د اسلام هغه مخالفين هم  چي د دې  دين او قران سره تعصب  او عناد نه لري ، د قران قانون يو بې مثاله ، معقول او جا مع قانون بولي ، دا په داسي حال کي  چي د قراني قانون پر نزول څه د پاسه  څوارلس  سوه کلونه  او ړي . 
 
دلته  د نړۍ د څو کفري پوهانو څو اعترافات را نقلوو ترڅو څر ګنده سي ، چي دوئ هم  د قران پر عظمت  باندي اعتراف کونکي دي.  

١- رونالد ليکلي : قران ونړۍ ته دا سي اصول او قوانين وړاندي کړل چي ان د ساينس مخ  پر وړاندي پېشرفت  او تر قي لا هم  مقابله نسي  ورسره کولاى . 
 
٢-  اډ منډ برک وايي : اسلامي قانون ( قرانکريم ) د يوه ستر مشر څخه نيولې ان بيا تر يو ادنا کسه پوري د ټو لو له پاره يو شانته قانون دئ ، قران يو دا سي قانون دئ ، چي د فقهي پر معقول علم باندي مشتمل دئ ، چي بېلګه يې تر دې وړاندي د نړۍ په  اوږده  او لرغوني تاريخ کي هيڅ  نه تر سترګو کېږي .  
 
٣-  فرانسوى موسيو دا جين کلا فل وايي : قرانکريم يو داسي کتاب نه دئ ، چي هغه دي د احکامو او قواعدو مجموعه وي بلکي په دې کتاب کي  د احکامو او قواعدو تر ځنګ ټولنيز احکام هم شتون لري ، چي د انساني ژوند له پاره  د ژوند په  هر ډګر کي  خورا گټور او مهم دي.
 
دا  د قرانکريم پر عظمت د ګن شمېر کفري پوهانو  د جملې څخه د يو څو نظرونه  او اعترافات  وه . 
له دې څو پرا ګرافه لنډي ليکني څخه د قرانکريم قانوني اعجاز تر يوه بريده څرګند سو او د خپلي ليکني پايله په څو لاندي کرښوکي  دا سي  وړاندي کوم . 
 
 
١ -  د قرانکريم قانوني او  ا صولي احکام  او   اوامر عام دي . 
٢-  د قرانکريم ټول قانوني احکام هر اړ خيزه دي . 
٣-  ټول احکام او قوانين يې خورا لنډ ، جامع   او  اسانه دي . 
٤-  ټول  احکام  او قوانين  يې تل  پاته  او  ابدي دي . 
٥-  دا چي ټول قوانين يې اصولي او بشپړ دي ، نو ځکه و هيڅ ډول بدلون ته  اړتيا نه  پکښي تر سترګو کېږي .  
٦-  قوانين  او لارښووني  يې  د هر نسل  او قوم  له پاره  دي  . 
٧-  و نړۍ ته قران يو دا سي مساويانه قانون وړاندي کوي ، چي د امير او غريب ، نارينه او ښځي ، عرب او عجم ، تور  او سپين  بلکي د ټو لو له پاره يو ډول  او  برابر قانون دئ . 

درنو لوستونکو! د قرانکريم قانوني  احکام که  چيري د نړۍ د نورو قوانينو سره پر تله کړو ، نو په  هيڅ قانون کي  به  يادي  سوي ځانګړ تياوي او  صفات  تر سترګو نه  سي ،  نو ځکه  وايو   چي قران يو قانوني او تغير نه منونکى کتاب دئ . 
 
په پاى کي  د  الله  جل جلاله   و ستر دربار ته د اوښکو او سلګيو په بدرګه سوال کوم ،  چي  اې زموږ  پروردګاره ! قران مو د ژوند په ټولو  چارو  يعني له عبادته تر سياسته ، له دعوته تر هجرته ، له تعليمه تر تربيې ... پوري حاکم وګرځوه . امين . 
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته