تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي او مېړه حقونه
 
  November 22, 2012
  0
رالېږونکی: د تعلیم الاسلام همکاران

د انسانانو په خپل مېنځي اړيکو کي د ښځي او مېړه اړيکي هم ډيري مهمي دي او دا دواړه ګواکي د نوک او ورۍ په څېر دي له دې کبله اسلام د هغوي په اړوند هم ډيري ښکاره، روښانه او تاکيدي لارښووني کړي دي، په دې اړه د اسلام د ښونو لنډيز دا دئ چي مېرمن ته ښايي چي د خپل مېړه پوره غوښتنه او خبره ومني او د هغه په امانت کي هيڅ ډول خيانت ونه کړي، الله تعالى په سورت النساء کي فرمايي: ...فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ...(سورت النساء، ایت ٣٤)
 
ژباړه: نو نېکي ښځي منونکي وي، د مېړه په غياب کي د هغه د مال او عزت ساتونکي وي. 

 او خاوندانو ته د اسلام حکم دا دئ چي هغوي دي د مېرمنو سره پوره مينه وکړي، د خپل توان او وس سره سم دي ښه خواړه ورکړي، ښه لباس او جامي دي ورته ورکړي او د هغوي د زړه په ساتلو کي دي کمي نه کوي. الله تعالى د سورت النساء په ١٩ ايت کي فرمايي: وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ...
 
ژباړه: او د خپلو مېرمنو سره ښه چال چلن کوئ.

 رسول الله صلى عليه وسلم به د دې قراني لار ښوونو سره سم مسمانانو سړو او ښځو ته د  يو بل سره د نېک او ښه چال چلن او د يو او بل د خوشحاله ساتلو په هکله ډېر سخت ټينګار کاوه په دې لړ کي څو مبارک احاديث دا دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ويلي دي په درو ډلو: يوه هغه ښځه چي شپه پر تېره سي او خاوند ور څخه ناخوښه وي.(سنن الترمذي-٢،٩٧) 
 

بل ځاى رسول الله صلى عليه وسلم وفرمايل دوې ډلي داسي دي چي لمونځونه يې د سره څخه نه پورته کيږي هغه غلام چي د خپل بادار څخه تښتېدلى وي او بل هغه مېرمن چي د خاوند نافرماني کوي تر څو چي د دې عمل څخه ونه ګرځي.(المستدرک على الصحيحين للحاکم-١٧،١٧٦)
 

او د دې بر عکس په يو بل حديث شريف کي رسول الله صلى عليه وسلم فرمايلي دي: که کومه مېرمن په داسي حال کي مړه سي چي خاوند يې ورڅخه خوښ او راضي وي نو هغه به جنت ته دا خله سي. (سنن الترمذي- ٤،٣٨٨)
 
په يو بل حديث کي راغلي دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: قسم په هغه ذات چي د محمد صلى الله عليه وسلم روح د هغه په لاس کي دئ! هيڅ ښځه د الله پاک حق تر هغه وخته پوري نه سي ادا کولاى تر څو پوري چي د خپل مېړه حق ادا نه کړي (سنن ابن ماجه-٥،٤٤٩)

او په يوه ډيره مهمه موقع د مسلمانانو ډيري ستري ټولني ته په ځانګړي ډول نارينه ؤ ته نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: زه تاسو ته د ښځو سره د ښه سلوک او چلن په ځانګړي ډول وصيت کوم: تاسي هغوي د الله پاک په امان سره خپلي کړي دي، او د هغوي فرجونه مو د الله پاک په کليمه باندي ځانته حلال ګرولي دي. (صحيح مسلم -٢٤٥،٦)

په يوبل ځاى کي رسول الله صلي عليه وسلم وفرمايل: په تاسو کي غوره هغه څوک دئ چي د خپلي مېرمني په حق کي ښه وي او زه په تاسو کي د خپل اهل له پاره ښه يم او چي کله مو د ژوند ملګرى وفات سي نو دعا ورته کوئ. (ترمذي)
په يوبل روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: په مسلمانانو کي د زيات کامل ايمان خاوند هغه دئ چي اخلاق يې ښه وي او د خپلي کورنۍ سره د هغه چلن په نرمۍ او ميني سره وي. (المعجم الکبير للطبراني-٣٤١،١٩)

ماخذ: اسلام څه شی دی؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته