تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځې روحي او نفسي برخه:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2020
  0


د ښځې روحي او نفسي برخه:

 


لیکنه:عبدالمالک نیازی./ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د فامیلي نفقې ترڅنګ ښځه د کور د کار مسؤلیت هم په غاړه لري، ډيرې ښځې د کور کارونو لپاره په خپل مصرف بل څوک استخداموې، ددې بد حالت ترڅنګ د مهر څخه هم بې برخې شوي، بلکه د واده د محفلونو، د میلمنو د ډوډۍ، بشپړ اویا نیمایي مصارف ددې په غاړه دي.
د پام وړه خوداده چې ښځې  د سړیو سره په مختلفوبرخو کې د یوځای کارکولو له امله خپل د ښځېتوب ځانګړتیاوې له لاسه ورکوې، د یوې ټول پوښتنې له مخې چې امریکایې رسنیو کړي دا واضحه شوې چې ۹۰٪ ځوانې نجونې دخپل ښځېتوب خوندي ساتلو په موخه په لوڅو فلمونو اونوروچینلونو کې کار کولو ته اماده ګې ښو دلې ده، د اروا پوهنې علماو د ښځو دغه مایلان ددې ښکارندوی وښود چې ښځه له کور نه بهر د نارینتوب له کارڅخه - کوم چې ددې ښځېتوب ختموي- په هره شونې طریقه ځان خلاصول غواړي.


د اسلام زمانه:


کله چې داسلام مبین دین راغي، د نوروسترو لاسته راوړنو ترڅنګ یې، ښځه د ظلم اواستبداد څخه را وایستله، د عدل او انصاف په چوکاټ کې یې داخله کړه، هغې ته یې انساني کرامت ور کړ، د مملوکیت نه یې مالکیت ته ورسوله، دلوڼو ژوندۍ ښخول یې ترهرڅه د مخه په ‌ډیره سخته لهجه بند کړل، اوالله تعالی داسی وفرمایل: (واذا الموءودة سئلت بأي ذنب قتلت) یانې هغه وخت (د قیامت ورځ) چې پوښتنه به وکړی شي د ژوندۍ ښخې کړی شوې نجلۍ نه چې په کومه ګناه وژل شوې. اسلام له ښځې سره بې شمیره احسانات کړي، مونږ د لته دهغو ښیګڼو اواحساناتو څخه یادونه کوو چې د ښځې کرامت او عزت یې خوندي ساتلی. 


۱ – اسلام ښځي ته د (مور) لقب ورکړ، اوپه اولادونو باندې یې د هغې اطاعت، له هغې سره نیکي اواحسان واجب کړ، دهغې خوښي اورضا لاسته راوړل یې دالله د خوښې اورضا یت سبب وبللو، اود هغې خدمت یې جنت ته درسیدو ترټولونیږدې لار وټاکله، دهغې نافرماني اوغوسه کول، اګرکه د اف په کلمې هم وي، حرام کړل، ددې حق یې د پلار د حق څخه  لوړمعرفي کړ، د بوډا والي اوزړښت په حالت کې یې هغې ته پاملرنه باندې تاکید وکړ، دقرآنکریم اونبوي احادیثو کې په ډ یرو نصوصو کې دغو احکاموته اشارې شوې دي چې دهغې له جملې څخه خینې په لاندې ډول بیانوو:   


 ( وَوَصَّيْنَا الإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا )سورت احقاف/15 آیت. 
ژباړه: مونږ انسان ته امر کړی چې له مور اوپلارسره نیکي وکړي . په بل ځای کې داسې فرمایې: ( وَقَضَى رَبُّكَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلا كَرِيمًا وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ) سورت اسراء ایت 23، 24 . 


ژباړه: او پریکړه کړې ستا رب چې دده پرته به د بل چا عبادت نه کوئ، او د مور اوپلار سره به نیکي کوئ، که له دوی څخه یو او یا دواړه بوډا ګان شي، د دوی په وړاندې د اف کلمه (چې دوی پري خفه کیږي) مه وایئ، او دوی له ځانه مه شړئ، دوی ته نیکه خبره کوئ، د دوي سره د رحم اوخواښوګۍ  له لارې چلند کوئ، د دوی لپاره له الله څخه د رحم اومهربانۍ دعاء وغواړئ، لکه څنګه چې دوی تاسوسره د تاسو په روزنه کې (ستاسو د کوچنیوالي په مهال) احسان کړی.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مور خد مت کول ترجهاد کولو غوره بللی، په دې اړه امام نسائي په (3104) شمیره دغه حدیث نقل کړی : ( فَالْزَمْهَا فَإِنَّ الْجَنَّةَ تَحْتَ رِجْلَيْهَا ) یعنی دخپلې مورخدمت وکړه جنت دهغې تر پښو لاندې دی. داحدیث پیغمبر صلی الله علیه وسلم دهغه صحابي دهغې پوښتنې په ځواب کې ویلی چې جهاد ته تللو لپاره یې اجازه غوښتله.


امام بخاري په (5971) شمیره اومسلم په (2548) شمیره دابوهریره  رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ څخه داسی روایت نقلوي : ( یوسړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او وې ویل: ای د الله رسوله، پر ما څوک ډیر حق لري چې نیکي ورسره وکړم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ستا مور. هغه وویل: بیا څوک ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بیا ستامور. هغه وویل: بیا څوک ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بیا ستامور. هغه وویل: بیا څوک ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: بیا ستا پلار). 


اسلام د مور لپاره په خپلو اولادونو باندې دا حق ټاکلی، چې د ضرورت په مهال له هغې سره مرسته وکړي، له همدې کبله که مونږ داسلام تاریخ ته وګورو، داسی پیښه نه په سترګو کیږي، چې ښځه د زړو په کورکې اوسیدو ته اړشوې وي، اویا د زوی له خوا، له کورڅخه ویستل شوې وي، اویا زامنو دهغې له نفقې څخه انکار کړی وي، اویا د اولادونو  په موجود یت کې، د خپلواړتیاوو د پوره کولو په موخه مزدورۍ  ته اړشوې وي. 


۲- اسلام له ښځې څخه میرمن جوړه کړه، دهغې په اړه یې خاوندانو ته د خیر ښیګڼې توصیه وکړه، اوخاوندانو ته یې له میرمنو سره په ښه ژوند تیرولو امر وکړ، د ښځې لپاره یې د خاوند په څیر حق وټاکه، پرته له یوی درجې څخه، چې هغه هم د نارینه د ځینو مسؤلیتونو له کبله لکه: نفقه اونور دکورنۍ اړوند کارونه چې دده په غاړه دي. داسلامي شریعت د هدایاتو له مخی ترټولوښه انسان هغه دی چې له خپلې میرمنې سره ښه سلوک کوي. الله تعالی فرمایې: ( وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ) سورت نساء آیت 19. یعنی له ښځو سره په ښه طریقه ژوند کوئ. د سورت بقرة په  228  آیت کې  داسې فرمایې : ( وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ) یعنې دښځو لپاره هغومره حق دی څومره چې د میړونو دی، مګر د میړه لپاره یوه درجه (د ځینې مسؤلیتونو له کبله) زیاته ده.


پیغمبر صلى الله عليه وسلم په یوحدیث کې چې بخاري په (3331) شمیره اومسلم په (1468) شمیره روایت کړی داسې فرمایلې: ( اسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا ) یعنې یوبل ته د ښځو په اړه د خیر او ښیګڼې نصیحت کوي.


امام ترمذي په (3895) شمیره اوابن ماجه په (1977 ) شمیره  په اړونده موضوع کې دغه حدیث نقل کړی دی: ( خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لأَهْلِهِ وَأَنَا خَيْرُكُمْ لأَهْلِي ) یعنې په تاسو کې ښه سړی هغه دی چې له خپلي میرمنې سره ښه وي، او زه تر تاسو ټولو زیات د میرمنې سره  نیک سلوک کوم. 


۳- اسلام ښځې ته د لور لقب ورکړ، او په دې بڼه یې د هغې احترام اوقدر ورکړ، پلرونه یې وهڅول چې د لورګانو په تعلیم اوتربیه کې ګړندی ګامونه پورته کړي، په دې اړه یې هغوی ته د ډير اجر او ثواب ژمنه هم کړې، داسلام ستر پیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمایي: ( مَنْ عَالَ جَارِيَتَيْنِ حَتَّى تَبْلُغَا جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَنَا وَهُوَ وَضَمَّ أَصَابِعَهُ ) رواه مسلم (2631)  ژباړه: که چا د دوه لورګانو تربلوغ پورې پالنه وکړه او د هغوی د نفقې بار یي په اوږو واخیست د قیامت په ورځ به زه اوهغه داسي (منځنۍ ګوته او ورسره خوا کې غټې ګوتې طرف ته ګوته یې یوځای کړې)  یوځای یو .


همدا راز ابن ماجه په (3669) شمیره د عُقْبَةَ بْنَ عَامِرٍ رضي الله عنه څخه نقلوي، دی وایي چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي، چې ویل یي: (د چا چې درې لورګانې وي، په هغو صبر وکړي، او له خپل مال څخه، هغوی ته ډوډۍ، اوبه، او کالي برابر کړي، دغه نجونې به دده لپاره په قیامت کې د دوزخ له اورڅخه سپر وي). 


۴- اسلام ښځې ته د خور، عمه، خاله په څیر په زړه پورې، د قرابت اوخپلولۍ، احساس ورکوونکي الفاظ وټاکل، او د خپلوۍ په دغو اړیکو ساتلو یې امر وکړ، او قطع کول یې حرام کړل، په دې اړه پیغمبرصلى الله عليه وسلم داسې فرمایلي: ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ ، أَفْشُوا السَّلامَ ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ ، وَصِلُوا الأَرْحَامَ ، وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ ، تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلامٍ ) دغه حدیث ابن ماجه په (3251) نمبر روایت کړی دی. 


ژباړه: ای خلکو په خپل منځ کې یو بل ته سلام اچوئ، ډوډۍ ورکوئ، دخپلوانو سره اړيکې ټینګې ساتئ، دشپې – په داسې وخت کې چې نورخلک ویده وي- لمونځونه کوئ، نوتاسو به جنت ته داخل شي په سالمې طریقې سره.


ډیرځله یوه ښځه د احترام اوتقدیر له دغه ټولو اسبابو څخه برخمنه وي، د یو چا میرمن وې د بل لور وي ... په دې ترتیب په یووخت کې د مختلفو جهتونو له مخې، په ټولنه کې معزز مقام لري.


لنډه دا چې اسلام د ښځې مقام لوړکړ، په زیاتو احکامو کې یي دا او نارینه برابرکړل، دا د نارینه په څیر په ایمان مکلفه ده، همدا راز د اخرت په چارو کې له نارینه سره مساوي ده، د بیان حق لري، په نیکیو امر کوي له بدیو منع کول کوي، الله طرف ته بلنه کوي، د یوشي لاسته راوړلو حق لري، اخستل اوپلورل کولای شي، د میراث حق لري، خپل مال کې د خیرات او تحفې تصرف کولای شي، بل چاته نه ده روا چې ددې مال ددې دخوښې نه پرته واخلي، د ښه محترم ژوند حق لري، نه پرې ظلم شته او نه تیری، د تعلیم اوزده کړې حق لري. 

 
که مونږ د ښځې سره نیکي کول غواړو، نوباید په دې اړه اسلامي تعلیمات عام کړو، او خلک وهڅوو چې ښځو سره د اسلامي شریعت له مخې تګ لاره غوره کړي.


غیر اسلامي اجنډاوې غواړي چې د ښځو د حقوقو ترعنوان لاندې، ښځه مسکینه له حق څخه محرومه کړي، اوخپلو شومواهدافو ته د رسیدو په خاطر د هغې له پاک فطرت څخه ناوړه ګټه پورته کړي، اسلام ښځې ته ددې ټول حقوق ورکړي، اود هغې د فزیکي جوړښت سره سم یې ورته مسؤلیتونه سپارلي، دهغې کرا مت او عزت یي په نظر کې نیولي اود ساتنې لپاره یې مناسبې لارې چارې په کار اچولي.

 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته