تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: آیا په لمانځه کي پايڅې پورته کول ضروري دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 25, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۲۱۴)
نوم:   قدیر       
 
د اوسېدو ځاى:( کابل افغانستان)
 
سوال :  آیا په لمانځه کي د پایڅو د ښینګرو څخه پورته کول ضروری دي؟ او آیا په دې اړه کوم حدیث سته؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
د نارینه ؤ پایڅې باید په لمانځه او دلمانځه څخه دباندي تر بجلکو پورته وي، کوم کس چي د کبر او لويي له کبله ئې جامې پسي څکیږي یا ئې بجلکي په پایڅو او لونګ پټي کړي وي د هغوي همدا ځایونه به په اور سوزل کیږي، او د قیامت په ورځ به الله تعالی د رحمت په نظر نه ورته ګوري لکه څه ډول چي په لاندي حدیث کي راغلي دي.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ. بخاري: ج۲، ص۸۶۱، کتاب اللباس، طبع قدیمي.
 
(۲): عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَنْ جَرَّ ثَوْبَهُ خُيَلاَءَ لَمْ يَنْظُرِ اللَّهُ إِلَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. بخاري: ج۲، ص۸۶۱، طبع قدیمي.
 
(۳): حقانیة: ج۳، ص۱۹۵، مکروهات الصلوة
 
 
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته