تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که یو کس په امام پسي ولاړ وي یو رکعت ورڅخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 20, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : ()
نوم: نوراني            
                                                                                                                       
د اوسېدو ځاى(  پاکستان پنجاب )
 
سوال : که یو کس په امام پسي ولاړ وي یو رکعت ورڅخه تېر سوی وي کله چي امام سلام  و ګرځوي دی هم سلام ورسره ګرځوي بیا ولاړ سي نو لمانځه ته کوم تاوان رسیږي که یا؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
داسي کس ته مسبوق وايي، مسبوق که په سهوه سره د امام د سلام ګرځولو سره یو ځای سلا وګرځوي پاته لمونځ دي پوره کړي، د سهوې سجده نه پر لازمیږي او که امام یوې خواته سلام وګرځاوه  او تر هغه وروسته ده سلام پسي وګرځاوه د پاته لمانځه د پوره کولو وروسته دي د سهوې دوې سجدې وکړي.
 والله اعلم
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  (ومنها) أنه لو سلم ساهيا أو قبله لا يلزمه سجود السهو وإن سلم بعده لزمه .
 
كذا في الظهيرية هو المختار، كذا في جواهر الأخلاطي. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۹۱. مکة و رشیدیة.
 
 
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
 
www.taleemulislam.net
 
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته