تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښکلا لټون: سپېڅلي سترګي د ناولتيا تر بريده مه رسوئ
 
  June 16, 2012
  0
ليکنه: مولوي عبدالهادي حماد
 
ځيني خلګ دعوه کوي چي موږ ښکلو څېرو ته له دې امله ګورو چي موږ عبرت ځني حاصل کړو او داکار په خپلو نيکو کړنو کي حسابي، داسي کس بايد پوه سي چي حتما به دشيطان په فريب کي کښېوزي. بايد څومره چي ژر کيږي ددې کار څخه ځان وساتي او دشيطان دفريب څخه ځان وژغوري.

علامه عبدالرحمان بن الجوزي رحمة الله علیه  په خپل کتاب تلبيس ابليس کي دابن عقيل رحمة الله علیه  څخه نقل کوي : ځيني انسانان دخپل نظر حفاظت له دې امله نه کوي چي وايي موږ پر خپل ځان باندي پوره اعتماد لرو، دغه خبره بېخي بې اساسه ده ، ځکه داسلام سپېڅلي دين چي دسترګو دحفاظت امر کړئ دئ هيڅ شى يې ځني استثناء کړئ نه دئ بلکي په عمومي ډول يې امر کړى دئ چي په هر صورت او هر وخت کي بايد هرڅوک دخپلو سترګو حفاظت وکړي لکه څنګه چي الله جل جلاله  فرمايي:
 
قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ( سورة النور الاية ٣٠)
ژباړه : اې رسوله! مؤمنانو ته ووايه چي خپلي سترګي (دنامحرمه ښځو دليدلو څخه) کښته کړي او دخپلو عورتونو حفاظت وکړي دا کار ددوئ لپاره ښه سپېڅلتيا ده ، باور وکړئ چي الله جل جلاله  په هغه کړنو باندي ښه خبر دئ  چي دوئ يې کوي.
 
 په بل ځاى کي فرمايي:

أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ (۱۷) وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ (۱۸) وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ (۱۹) وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ (۲۰) (سورة غاشية الايات ١٧ الي ٢٠) 
ژباړه : ايا نو دوئ اوښ ته نه ګوري چي څنګه پيدا سوئ دئ ، واسمان ته نه ګوري چي څنګه لوړ سوئ دئ ، وغرونو ته  نه ګوري چي څنګه درول سوي دي او مځکي ته نه ګوري چي څنګه برابره سوې ده.

په حقيقت کي ديد ددغه شيانو  دعبرت لپاره تعين سوئ دئ نو ځکه بايد په دې کار کي دنفس دشهوت ونډه نه وي.( تلبيس ابليس)
 
علامه ابن قيم رحمة الله علیه  په خپل کتاب (الکافي) کي په دې اړه خورا  اوږد تفصيلي بيان ليکلى دئ . ابن قيم  رحمة الله علیه  په دې بيان کي فرمايلي دي: د فحشاء او بې حيايي کارونه لومړى دسترګو څخه سرچينه اخلي. لکه هغه اور چي لمبې يې تر اسمان پوري رسېدلي وي خو لومړى  دغه اور په  مځکه کي ديوه کوچني بڅرکي  څخه بل سوئ وي ، له  همدې  امله دسترګو ساتنه ډېره  ضروري ده.
 
ابن قيم رحمة الله علیه  زياتوي: څوک چي دخپلو څلورو غړو ساتنه ونه کړي هيڅکله په  دې نسي توانېدلاى چي خپل دين سالم وساتي ، نوموړي څلور غړي دلاندي غړو څخه عبارت دي:

١: سترګي
٢: خيال او تصور
٣: ژبه
٤: قدم
 

شيطان ددغه څلورو لارو څخه دانسان په زړه کي نفوذ کوي او دانسان دهلاکت لامل  ګرځي.
علامه ابن  قيم رحمة الله علیه  دغه څلور په تفصيل  سره ذکر کړي دي چي لومړى يې دسترګو په اړه تفصيل کړئ  دئ او فرمايلي يې دي:
 
لومړى دسترګو حفاظت ډېر لازمي دئ ، ځکه دسترګو حفاظت دعورت دساتني لپاره شرط دئ  ، څوک چي دسترګو حفاظت ونه کړي او دناروا کتلو څخه يې منع نه کړي ډېر ژر به دهلاکت شېلې ته وغورځول سي .

دانسان نظر دغشي په څېر دئ کله چي وتوغول سي مخکي تردې چي پر کوم ځاى ولګيږي خپل څښتن هلاک کوي، که څوک نامحرمه ښځي ته وګوري په اول ځل خپلي سترګي په خپل واک کي واخلي او  بيا يې پرې نه ږدي چي نامحرمه ښځي ته وګوري کېداى سي چي دغه سړى دتندي څخه ووزي او که يې په خپل واک کي وانه خلي بلکي په څو ځلي خپل کتل  تکرار کړي نو دهر ځلي سره به يې تنده نوره هم زياتيږي لکه څوک چي دطاعون په ناروغۍ اخته سوئ وي بيا به يې دهلاکت پرته بل هيڅ علاج نه وي نو نور ستا خوښه ده چي خپل کتل داول ځل سره رابندوې او که ځان په ناروغۍ باندي اخته کوي څو آخر  هلاک سې.

دسترګو دناروا کتلو څخه دنه ساتني يو تاوان دادئ ، چي دسترګو نور ، ښکلا  او  روښنايي به يې له منځه ولاړه سي او په پايله کي به يې پر زړه باندي پرده وغوړيږي. دوهم داچي که دغه انسان نامحرمه ښځي ته زر ځلي وګوري بيا هم نه مړيږي بلکي برعکس داسي څوک به جوړ سي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته به منفور وي او درسول الله صلی الله علیه وسلم  لعنت به ورباندي وي. کله چي دلعنت سره  مخ سو دالله جل جلاله  درحمت څخه به ليري وي . دناروا کتلو څخه دسترګو دنه ساتلو بل تاوان دادئ چي دعبادت کولو دخوند څخه به بې برخي سي ، ځکه په حديث کي راځي  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هرمسلمان چي په ناببر ډول دنامحرمه ښځي وښکلا ته وګوري او دستي خپلي سترګي ځني واړوي، نوالله جل جلاله  به  ده ته عبادت ور په برخه کړي چي په زړه کي به يې خوند محسوس کړي.

دسترګو دنه حفاظت بل تاوان دادئ چي څوک په دغه ناروغۍ باندي اخته سي مخ به يې بې نوره او چټل سي.
کوم تاوانونه ،  چي دسترګو په نه حفاظت کي سته هغه يوازي ددې لپاره نه دي ، چي سترګي د نامحرمه ښځو دکتلو څخه ونه ساتل سي نو ددغه تاوانونو سره به مخ کيږي  بلکي څوک ، چي لغړزنو هلکانو ته ګوري هغه  هم ددغه تاوانونو سره مخ کيږي. مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه  په دې اړه ليکي: ځيني خلګ ولغړزنو هلکانو ته ګوري او بيا په دې  ځان خلاصوي چي زه ودغو هلکوانو ته دخپلو زامنو په سترګه ګورم ، محبت ورسره کوم  او کوم  بد نيت  نه لرم . 
 
   حقيقت دادئ ، چي دغه خلګ بايد پوه سي ، چي دا دشيطان يو چل دئ  چي  د دوى په زړه کي يې  وراچولى دئ.

علامه  عبدالرحمان بن الجوزي رحمة الله علیه  په  خپل کتاب تلبيس ابليس کي  ليکي چي ابو عبدالله بن  الجلاء رحمة الله علیه  فرمايلي دي: ما يوه ورځ يو عيسوي ښايسته ځوان وليدئ ، سترګي مي پر ولګېدې ، ناببره په دغه حالت کي ابوعبدالله بلخي رحمة الله علیه  تېرېدئ او زما ددرېدو له امله دى هم و درېدئ ، ما ورته وويل: دغه ښايسته ځوان وينې دقيامت په ورځ به په دوزخ کي سوځل کيږي، ما چي دا خبره وکړه ابو عبدالله بلخي رحمة الله علیه  زما پر اوږو لاسونه کښېښول او راته وې ويل: تا چي دغه لغړزني ځوان ته وکتل ډېر ژر به ددې تاوان ووينې. ابن الجلاء رحمة الله علیه  وايي ترڅلويښتو  کالو وروسته زما هغه قرآن هېر سو چي ما ياد کړئ وو.( : تلبيس ابليس ص : ٢٤٩)

ابوالاديان ليکي : يوه ورځ زه دخپل استاذ ابوبکر دقاق سره ناست وم په دې  وخت کي يو ښايسته لغړزنى زما وڅنګ ته تېرېدئ ماورته وکتل ، استاذ راته وويل : يوه ورځ به ددې نظر تاوان ووينې. ابوالاديان وايي زه شل کاله په دې فکر کي  وم ، يوه شپه مي په دغه خبره کي ډېر فکر وواهه ، سهار چي راکښېنستم نوټول  يادکړئ قرآن مي  هېر وو.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۶ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته