تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان او قران
 
  October 12, 2014
  0
مولوي سيد احمد صابر

که دنړۍ په تاريخ کي د اسلام د تاريخ د زرينو پاڼو شتون نه واى ، نو د نن سبا د مسلمانانو  مظلوميت ، دربدري او ناخوالوته په کتلو سره به ددې حقيقت  ته تسلېمدل  او  منل  ډېر ګران واى ، چي د نړۍ پرمخ يو وخت د مسلمان ملت د اقبال او ښېرازۍ لمر ځلانده وو  او موږ  به په ډېر زيار او مشکل سره دا خبره په  چا منلې واى ، چي موږ د هغه مسلمان قوم اولاد يو چي يو وخت هغو د نړۍ د علم او حکمت درس ورکاوه ، د نړۍ په تاريخ کي  يې يو بې ساري انقلاب را منځ ته کړئ وو ، د توحيد په رسۍ يې منګولي خښي کړي وې او د مځکي پر مخ يې د عدل ، انصاف ، صداقت او دحقانيت ډېوه روښانه کړې وه او هم يې د مځکي د مخ څخه د شرک ، ضلالت ، دښمنۍ ، بې رحمۍ او نورو نا وړو اعمالو لمن ور ټوله کړې وه خو الحمدالله چي موږ د خپلو اسلافو او مشرانو کار نامې ، برياليتوبونه  او رښتنولي د تاريخ په زرينو پاڼو کي شتون لري او موږ پرې وياړو ، که څه هم د نن ورځي مسلمانانوته هغه څه د يوه خوب په شان په ذهن کي راګرځي او بس .

 

                محترمو ! ايا موږ دهغو خپلو مشرانو زامن ځان نه ګڼو ؟ ايا موږ د هغو په شان د برياليتوبونو غوښتونکي نه يو ؟ ايا هغه قانون زموږ په وړاندي شتون نه لري په کوم چي زموږ مشرانو او اسلافو د دنيا او اخرت برياليتوبونو ته ځانونه ورسول ؟ او ... 

 

 

              نو هرو مرو د هر مسلمان ورور جواب دادئ ، چي ددې هرڅه منونکي او غوښتونکي يو ، بلکي همدا  زموږ پلرونه او اسلاف نن سبا هم زموږ د وياړ ځلانده ستوري دي او هم هر مسلمان ورور دا مني چي هر هغه څه له موږ سره هم سته کوم چي له هغو سره موجود وه . 

 

 
              ښاغلو ! نو څه لامل دئ ،  چي  ورځ تر بلي زموږ د بقا کښتۍ د  زوال  او غرقېدو پر خوا روانه ده  او مسلمان ملت د ډول ، ډول  ناخوالو او  دربدريو په جال کي  شکېل او لا شکېليږي ؟ 

 

 
               قدرمنو ! راځئ  ، چي دا حقيقت درک کړو  چي زموږ د ناکامۍ لامل ، او زموږ د مخکنيو  اسلافو د بريا لامل او راز په څه کښي نغښتى وو؟  

 

 
              زما په اند يوازي مسلمانان نه بلکي د اسلامه څخه منکر کسان هم په دې پوهېږي ، چي د مسلمانانو د ناکامۍ يوازنى  لامل دا دئ ، چي دوئ په  خپل کتاب ( قران کريم ) باندي وعمل کولو ته شا کړېده ، ځکه قران هغه کتاب دئ ، چي د علم ، حکمت او عرفان خزانې پکښي نغښتي دي ، د رشد او هدايت تږو ته تل  تلپاتي چېنې پکښي را خوټېږي او د حق دغوښتونکو لپاره پکښي  د برياليتوب  سر چينه ده . 

 

 

           د دې کتاب ( قران ) قوانين د کوم انسان د عقل او فکر د اختراع او نوښت ثمره نه  بلکي دا قوانين د هغه واجب الوجود ذات الله  جل جلاله  لخوا را منځ ته سوي دي ، چي د هر څه پالونکى او خالق دئ او تل تر تله پر هرڅه قادر اوخبر دئ.

 

 

 

          نو ايا د داسي قانون په وړاندي به د کوم مخلوق لخوا دا سي ارزښت ناکه او د اعتبار وړ قوانين  را منځ ته سي اوکه نه ؟  نه هيڅکله نه .

 

 

             راځو و خپلي موضوع ته دا په څرګند او واضح ډول ويلاى سو ، چي زموږ اسلاف ځکه بريالي وه  ، چي له همدې قران د کبله  يې دښيرازۍ ، ښکلا  او  برياليتوب  ستورئ ځلانده وو ، او موږ ځکه د ناکامۍ  او مغلوبيت په دام کې شکېل يو ، چي خپل کتاب او قانون مو تر شا پرېښى او  د پر دو  د تقليد رسۍ مو غاړي ته اچولې او دځان برياليتوب  پکښي غواړو  ، خو دا وړۍ  به  هيڅکله  شړۍ  نه  سي .

 

 

 
             مسلمانانو ! ښه په غور او فکر سره په دې خبره  ځان پوه کړئ ،  چي اوس يواځي او يواځي يو څه  و مسلمان ملت ته  نجات  ورکولاى سي  او بس ،  چي هغه په خپل کتاب (قران) عمل دئ .

 

 

                 که مسلمان ملت دا وغواړي  ، چي ددنيا پر سر خپله بقاء ،عزت، بريا او حريت خوندي وساتي ، نو په  ښه صداقت او رښتنولۍ سره دي په قران منګولي ټينګي کړي ، بيا به  وګورو ،  چي ايا موږ له هري بلا څخه خلاصون او نجات پيداکولاى سو او که نه ،  دا د غم ټغر زموږ  د ملت  څخه ټوليږي او که  نه  او دا بې  اتفاقي او نفاق زموږ د کلي څخه کډه کوي او که نه  ؟  

 

 

 
            د اسلامي نړۍ له مشهوره عالم حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي  رحمة الله علیه  څخه يو چا پوښتنه وکړه ، چي نن سبا د مسلمانانو د ناکامۍ او د کفارو د برياليتوب راز په څه کي دئ ؟ حکيم الامت په جواب کي ورته وويل :کفارو په هغه څه ځان کاميابه کړ چي هغه  يې له موږ څخه زده کړي دي ، مثلا : غمشريکي ، د کار حوصله او نور..  دا ټول  هغه  څه دي ، چي تل يې  اسلام  غوښتنه  کړې  ده . 

 

 
         خو موږ بيا له دوئ  څخه  هغه  څه زده کړل ، چي ځان موپرې د ناکامۍ کندي ته  ټېل واهه مثلا: نفاق ، بد اخلاقي ، نفس پرستي ، او دا سي نور..

 

 

 

 

                ښاغلو ! که د حکيم الامت  رحمة الله علیه  پورتنۍ خبري ته  ځېر سو نو رشتيا هم  او سني  مسلمانان په ټوليز  ډول د غفلت په خوب ويده دي ، د ځان  بريا  او بقا د هغو قومونو په تقليد او پيروي کي ويني ، چي د بد اخلاقۍ ،  وحشت  او بې حيايې د بيان اړ تيا يې نسته .  

 

 
            ګرانو لوستونکو ! اوس هم  وخت  نه دئ تېر ،  را ځئ  چي د قران د تعليماتو په رڼاکي خپل ژوند پيل کړو ،  خپل حقيقت درک کړو  صداقت ، د يانت ، تقوا ، صله رحمي ، همدردي ، اتفاق ، اتحاد ، امانت ، مروت او داسي نور ټول  عاليه کمالات او صفات په خپل فردي او اجتماعي ژوند کي عملي کړو  او هر مسلمان بايد لمړى ځان په قران باندي د عمل کولو  اړ او  مکلف کړي او بيا د ټولني نور افراد را وبولي ترڅو په همدې ډول له غفلت څخه د حقيقت پر لور يو سالم يون پيل کړو ، نو په دې توکه به نجات ومومو او خپل ځان او ملت به وژغورلاى سو . 

 

 
             قدرمنو ! يو ځل بيا يادونه کوو چي موږ د مځکي پر مخ بادشاهان وو  ، موږ د صداقت او رښتنولۍ ستوري وو ، موږ غازيان او بت شکن وو  او زموږ په کور کي خوشحالي ، رښنتولي او ښېرازي وه  خو کله چي مو قران پرې ښود ، نو د مځکي پر مخ  ګدايان  سوو  فريب او درواغ مو نژدې ده ، چي شعار جوړ سي اونور.. لنډه دا چي موږ يو وخت هر څه وو ، خو کله چي مو قران ته شا کړه بيا هيڅ نه يو . 

 

 
             په پاى کي درته د سيد جماالدين  رحمة الله علیه خبره  کوم هغه وايي : کله چي غرب ته ولاړ سم نو مسلمانان را ته بې اسلامه ښکاري ، او کله چي بيا  شرق ته ولاړ سم نو اسلام را ته بې مسلمانانو ښکاري .

 

 

    الله جل جلاله  دي په قران باندي د عمل کولو بشپړ  توان او توفيق را په بر خه کړي . امين  

 

 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۷ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته