تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: یوه نفر خپلي ښځي ته شل طلاقه
 
  December 16, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۳۷)

نوم: امیر محمد

سوال: زموږ یو پېژندوی سړی دی چي خپلي ښځي ته يې په تلیفون کي وویل چي ته په ما شل واري طلاقه یې هغې هم ورته وویل چي ته هم راباندي طلاق يې، که ښځه په شریعت کي د طلاق حکم هم لري، بیا کوم یو ملا ورته وویل چي دا اول طلاق ده که نژدېکت سره وکي نو څه خبره نه ده...هغه سړی تقریباً ۲ میاشتي بعد کورته ولاړ او ملا صاحب دل اسايي ورته ورکړه چي هیڅ خبره نه ده اوس د هغې ښځي سره وخت تېروي دا څنګه دی د شریعت له نظره.

جواب : 

حامداً او مصلیاً

که یو سړی خپلي ښځي  ته چي نزدېکت يې ور سره کړی وي یو یا دوه طلاقه ورکړي بیرته رجوع کولای سي او که درې طلاقه ورکړي بیا دوی رجوع نسي کولای تر څو چي بل مېړه ونه کړي او هغه شپه ورسره تېره کړي او بیا يې هغه طلاقه کړي.

 دلته په مسؤله صورت کي ده شل طلاقه ورکړي دي، طلاق تر درې بالا نسته.  تر درې چي هر څوني زیات ذکر کړي که شل وي او که سل وي خو هغه درې ور څخه اخیستل کیږي (۱)  نو دا ښځه مغلظه ده، دا ددې سړي لپاره ناروا ده،  او طلاق چي دی د مېړه کار دی ښځه وه (۲) میړه ته طلاق نسي ور کولای .

جواب: مولوی عبدالهادي آغا
الجواب الصحیح: مولوي سید عبدالباري 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَطَلَاقُ الْبِدْعَةِ أَنْ يُطَلِّقَهَا ثَلَاثًا بِكَلِمَةٍ وَاحِدَةٍ أَوْ ثَلَاثًا فِي طُهْرٍ وَاحِدٍ ، فَإِذَا فَعَلَ ذَلِكَ وَقَعَ الطَّلَاقُ وَكَانَ عَاصِيًا. الهدایة، ج،۲ ص۵۰
 
(۲):رَجُلٌ شَاجَرَ مَعَ امْرَأَتِهِ فَقَالَ لَهَا بِالْفَارِسِيَّةِ هَزَار طَلَاق ترا وَلَمْ يَزِدْ عَلَى وَقَعَ هَذَا عَلَيْهَا ثَلَاثُ تَطْلِيقَاتٍ. الهدایة، ج۱ ،ص۳۸۱.
 
(۳): لقوله عليه الصلاة والسلام الطلاق بالرجال- قال فی الهدایة أن الإيقاع بالرجال. ج۱ ص،۵۴.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته