تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د برق میټر سختول چي مصرف کم
 
  December 20, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۳۲۱)

نوم:   احمد خوشحال

سوال : نن سبا خو دولتی سیستم ډیر خراب دی نو زموږ سره زیات وخت د برق په ماصول کښی نا حق چلند کیږی: مثلا د برق ریاست منظم میترونه نه ګوری او وروسته د د درو میاشتو چه بیل راوړی جریمه یی پکښی جمع کړی وی او مصرف یی زیات کړی وی. ایا موږ جواز لرو چه د برق میټر ټینګ/سخت کړو ترڅو مصرف مو کم سی؟

جواب : 

حامداً ومصلياً
 
لكه څنګه چي د دوی لپاره دا کار ناجائزه دی همدارنګه ستاسو لپاره هم دا کړنه ناجائزه ده ځکه د بیت المال پیسې یا مال باید د بیت المال مرجع ته ورسیږي او د بیت المال په صحیح مصارفو کي مصرف کړل سي او بل دا چي د ظلم په  مقابل کي صبرکول ضروري دى . په ورځ د قيامت چي دده  نيک اعمال تاته درکول کيږي دا ډېر ه ښه بدله ده نسبت دې ته چي ته دغله څخه غلا وکړې.

کتبه: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): والمظلوم ليس له ان يظلم غيره  . الفقه الحنفي وادلته  . ج٢ ، ص١٣٥
 
(۲): محکمی والے اگر بی ایمانی کرتے ہیی تو اس کےبدله ميي ہماری لے بي ايماني جائز نہیی. اپ کا مسائل اور ان کا حل، ج٧، ص٣٠٢ . 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته