تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د حرام خرڅونکي سره کار کول
 
  January 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨٣)

نوم: احمد
 
سوال: د هغه دوکاندار سره ، چي حرام خواړه خرڅوي کار کول څنګه دى ؟ لکه شراب د خوګ غوښي او داسي نور.......
 
 
جواب : 

د داسي دوکاندار سره کار کول ، مزدوري کول جائز نه دي ، لکه څه ډول چي خپله يو ګناه کول جائز نه ده. همدا  ډول د ګناه لپاره سبب جوړېدل ، مرسته کول ، او د ګناه په کار کي مزدور کېدل هم جائز نه دى .

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر شراب څښونکي ، جوړونکي ، اخيستونکي  ( وړونکي)، چاته چي ئي وړي ، ورڅښونکي  ،خرڅونکي ، د هغوی قيمت خوړونکي  ،رانيونکي ، او د چا لپاره چي رانيول کیږي پر ټولو باندي لعنت ويلی دی . (۱)
 
له دې کبله په داسي ځايو کي کار کول جائز نه دي چي هلته څوک د سود، خمار يا شرابو د کاروبار ذريعه جوړ ه سي .
 
جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ابن ماجه : باب لعنة الخمر علي عشر اوجه ، رقم الحديث . ٣٣٨٠ .

(۲): وَلَا تَجُوزُ الْإِجَارَةُ عَلَى شَيْءٍ مِنْ الْغِنَاءِ وَالنَّوْحِ وَالْمَزَامِيرِ وَالطَّبْلِ وَشَيْءٍ مِنْ اللَّهْوِ. الفتاوی الهندیة، ج۴، ص۴۴۹ – دارالفکر .

(۳): وَلَا لِأَجْلِ الْمَعَاصِي مِثْلُ الْغِنَاءِ وَالنَّوْحِ وَالْمَلَاهِي. ردالمحتار، ج۵ ، ص۳۸- طبع رشيدية 


 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته