تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د طلاق په اړه وسوسي او فکرونه
 
  April 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦٧١)

د اوسېدو ځای: کابل 
          
سوال : که چیري کوم کس ته د اعصابي تکلیف له کبله په زړه کي سوال پیدا سي او  یایې په زړه کی داسی وروګرځي یعنی په خوله سره اقرار ونه کړی. چی که چیری تا دغه کار وکړ یا دغه کار دغسی وسو نو پر تا به خپله میرمن طلاقه سي او په ددغه سوال د راپیدا کیدو سره سم دلاسه  (نعوذباالله ) ووایي او سخت خپه سي حتی تر دې پوری چی سړی ته ژاړه ورسي یعنی دښځی او خاوند تر منځ هیځ مشکل او خفګان موجود نه وی یعنی مذکوره کس هیڅ کله دغسي کلمې ویل نه غواړي حکم یی څه دی؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً
 
دا وسوسې او خيالونه دي، په وسوسه او خيال یعني چرت او فکر سره  طلاق نه واقع کیږي.

جواب: مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان





ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " إن الله تعالى تجاوز عن أمتي ما وسوست به صدورها ما لم تعمل به أو تتكلم. المرقاَة شرح المشکوة: ج۱، ص۱۳۳، باب فی الوسوسة، طبع امدادیه ملتان.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته