تازه سرليکونه
د (حمدونه ، نعتونه او ترانې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ای په دارینو کي سعیده ای قاري د قران!
 
  October 12, 2014
  0

د ادارې له خوا

شاعر: قاري محمد نسیم نسیم
سرچینه: د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه
دکلومه: د تعلیم الاسلام راډيو یو تن همکار

 
 

 
 
 
 
 
 ای په دارینو کي سعیده ای قاري د قران!

 ای د هـجاء په ملـغلرو کي راهـي د قـران!

ته څومره ښه یې وحي لولې په ترتیب د نزول
ستا په رګونو کي الفت او روښنايي د قران

ته چي نن مل يې ددې داسي ښه ملګري سره
سبا به تا ته درمعلومه سي دوستي د قران

څوک چي مشعل د قبر نه لري غریب دی هغه
د چا د زړه خونه چي ټوله وي خالي د قران


ای لارویه د دین لږ دي لاس راوغځوه!
ما ته هم وښیه تګ لاره او یاري د قران

نسیم کړیو د نفرت ستومانه کړی یمه
دا مي ارمان دی ګوندي زه سمه فوجي د قران
 
  
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته