تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دماغي حجرو د ویجاړتوب ۱۰ لاملونه
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0
  رالېږونکی: ډاکټر محمد هاشم نظروال- کاناډا

 

  ژباړه: عبدالقدیر پوپل

 

  سرچینه: تعلیم الاسلام راډيو ویب پاڼه

 

 
هغه  لس خویونه چي د دماغي حجرو(سلولونو) د ویجاړتوب لامل ګرځي په لاندي ډول دي:

 

 

 

۱: د سهار ناشته  یا ناری نه کول :

 

 

  هغه کسان چي سهار ناری نه کوي  د هغو دویني قندایاتو اندازه کښته وي ، چې دا و دماغ ته د نیوټرنو په برابرلو کي کمیښت راولي او د دماغ  د کمزورۍ لامل کیږي .

 

 
۲: تر ټاکلي اندازې ډیره ډوډي خوړل : 

 

  پرخورې د دماغي شیریانو د سختۍ سبب ګرځي چي  وروسته د ذهني قوت د کمزورۍ لامل کیږي . 

 

 
۳: د سګرټو څکول :

 

  د سګرټو څکول د دماغ  انقباض کمېدلو لامل او دAlzheimer  مرض ته لار هواره  وي .

 

 

 

۴:  د شیرنیو څخه  ډیره  ګته اخستل:

 

  د ډیرو شیرنيو استعمال د نیوټرن او پروټینو د حل کېدلو خنډ ګرځي . د نیمګړې تغذیې سبب ، او کېداسی چي د دماغ  په وده کي هم مداخله  وکړي . 

 

 
۵: چټله هوا :

 

  دماغ  زموږ  په  بدن کی  ترټولو ډیر و اکسیجن  ته اړتیا لري، د چټلي هوا تنفس دماغ  ته د کافي اندازې اکسیجن  په رسولو کي کمی راولي چي  د ذهني موثریت د کمېدلو سبب ګرځي.  

 

 

 

 
۶:  بد خوابي :

 

  خوب  دماغ  ته ارامي  وربخښی . اوږد مهاله بد خوابي د دماغي حجرو  د مړه کېدو باعث کیږي. 

 

 

 


۷: د خوب  په وخت  کي سر پټول : 

 

 
په پټ سره ویدېدل (پټو یا بل شی پر سر یا  پر مخ  کشول ) د کاربن ډای اوکسایډ جوړیښت ډیره وي او د اوکسیجن جوړښت  کموي  کېداسي  په نتیجه کي دماغ  ته زیان ورسوي .

 

  
۸: په ناروغۍ  کي ذهني فعالیتونه  کول :

 

  په ناروغۍ  کي سخت  ذهني کار کول او یا زدکړي  کول  ذهنی اغیزمنتوب  کمزوره  او ور سره سره  دماغ  ته د زیان رسولو سبب  کېداسي  .

 

 
۹: په دماغ کي د لمسونکو یا سالمو فکرنو کمښت :   

 

  د ذهن د روزلو تر ټولو ښه لار فکر کول دي ، د سالمو فکرونو کمښت د ذهن د ټـیـټـېـدلو لامل ګرځي .

 

 
۱۰: هوښیارې خبري کول : 

 

  عقلي او فکري محاوره کول ذهن ته پرمختګ وربخښي.

 

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته