تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طلاق او وفات ګډه عده
 
  April 4, 2014
  0
څوک چي د مرګي په ناروغي کي خپلي ښځي ته طلاق ورکړي او بیا په همدې ناروغۍ کي مړ سي که ښځه یې حامله وه نو په لنګون یې عده ختمیږي ځکه د حاملې ښځي د طلاق او وفات عده یو شان ده په لنګون وپای ته رسیږي .

که ښځه حامله نه وه او مېړه یې د مرګي په ناروغي کي رجعي طلاق ورکړي او بیا په همدې ناروغۍ کي وفات سو ، دا ښځه به د وفات او د طلاق په عده کي هغه عده تېروي چي هغه تر هغي بلي اوږده وي .

د بېلګي په ډول که ښځي ته د ماشومتوب یا د ډېر عمر لکبله میاشتنۍ ناروغي نه پیښېدله ، د دغي ښځي د طلاق عده درې میاشتي ده ، دا ښځه به د وفات عده تېروي ځکه د وفات عده يې څلور میاشتي او لس ورځي ده او دا د طلاق د عدې څخه زیاته ده .

که د ښځي عده په حیضونو وه خو داسي وه چي په دوو میاشتو کي یو ځلي حیض ورته پيښېده ، دا ښځه بیا د طلاق عده تېروي ، ځکه د دغي ښځي درې میاشتنۍ ناروغي تر څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه ډیر وخت په بر کی نیسي .

که څوک د مرګي په ناروغۍ کي ښځي ته بائن طلاق ورکړي او بیا په همدې مریضي کي وفات سي د ابوحنیفة رحمة الله علیه په آند دا ښځه به د طلاق او د وفات په عده کي هغه عده تېروي چي هغه تر هغي بلي اوږده وي .

خو د ابویوسف رحمة الله علیه په آند دا ښځه به د طلاق عده تېروي ، يعني د درو حیضونو په تېرېدلو سره یې عده ختمیږي .

ښځي ته چي د حیض په مده کي طلاق ورکول سي همدا حیض یې په عده کي نه شمېرل کیږي ، بلکي تردې حیض وروسته چي درې حیضونه پر تېر سي هلته یې عده پای ته رسیږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته