تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زړه او ژبه څومره مهم دي؟
  تعلیم الاسلام
  April 16, 2014
  0
لیکوال : نثار احمد صمد
 
حضرت لقمان علیه السلام چي د بني حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چي یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښي راته راوړه . هغه همداسي وکړه او زړه او ژبه یې ورته راوړل . څو ورځي وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چي یوه بزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدي او خرابي غوښي راته راوړه . حضرت لقمان علیه السلام یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چي څو ورځي مخکي دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل ، دا ولي ؟ حضرت لقمان صاحب ورته وویل چي صاحبه ، که همدا دوه شیان ښه وي نو په ټول بدن کي تر دې دوو ښه شیان نسته ، خو که همدا دوه شیان بد سي نو بیا په ټول وجود کي تر دې دوو بد شیان نسته ( تفسیر ابن کثیر ) .
 
هو ، حدیث دی چي څوک خپله ژبه وساتي نو له عذابه خلاصون مومي .
 
د پخواني چین پاچا داسي ویلی دي : تر هغه مهاله چي خبره مي نه وي کړې نو مالک یې زه یم ، خو کله چي زما تر خولې راووزي نو هغه مي مالکه ده .
 
حضرت عیسی علیه الصلاة والسلام داسي فرمایلي دي :  مؤمن لږ خبري او زیات عمل کوي خو منافق ډیري خبري او لږ عمل کوي .
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو هریرة رضي الله عنه ته داسي وفرمایل :  ..... خورا لږ خانده ، ځکه چي ډیره خندا زړه وژني .
 
حضرت عمر رضي الله عنه داسي فرمایلي دي : د هر چا زړه چي مړ سي ، نو هغه ته د دوږخ اور لازم دی .
 
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چي ښه خبره صدقه ده . 
 
او رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمایي : هر څوک چي پټه خوله وي نو خلاصون ( کامیابي ) یې وګټله.
 
نو څومره به ښه وي چي خپله ژبه د چټي بیان ، غیبت ، چغلیو ، اتهام ، پس ګویی ، پیغور ، درواغ او ښکنځلو څخه وساتو ؛ او زړه د ګناه له ارادې او سخت والي څخه وساتو چي پایله یې بری او سرلوړی دی ، ان شاالله .
 
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ـ ۲۰۱۲ ) ؛ ۳۰۱ ـ ۳۰۲ مخونه .
-----------------
یادونه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي نوري علمي مقالې د ارشیف څخه په دغه پیوند لوستلای سی: چاڼ شوي مضامين
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته