تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علوم الحدیث: مبهم تعديل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2019
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د راوي صفات د منلو وړ ګنل يعني يو راوي د صدق ، امانت  او ضبط  خاوند بلل تعديل بلل کيږي . مثلاً:  د يو چا په باره کي څوک  ووايي : فلانکی  ثقه دی ؛ دې  ته تعديل وايي .


د دې  خلاف بيا جرح  ده ؛ مثلاً:  څوک ووایي  د فلانکي خبر د منلو وړ نه دی يا فلانکى ضعيف او بد حافظه دی؛ دې ته بيا جرح وايي.
مبهم تعديل دې ته وايي چي راوي ونه نومول سي بلکي د تعديل په صفت ذکر کړل سي مثلاً ووايي: ( اَخبَرَنِي ثِقَةٌ ) يعني د اعتماد وړ کس ماته دا خبر بيان کړی.


که څوک ووايي: هر هغه څوک چي زه یې د اسناد څخه حذف کوم هغه ثقه دى. دا د مبهم تعديل مسئله ګرځي ؛ په مبهم ډول تعديل جمهور یعني د علماوو اکثريت یې نه قبلوي ځکه کېدلاى سي چي دا راوي د نورو په اند ثقه نه وي.


ابن الصلاح رحمه الله وايي: بخاري، مسلم او نورو دا ډول اشخاصو چي په خپلو کتابونو کي یې د صحيح احاديثو رانقلول پر ځان لازم کړي دي د هغوى هغه تعليقات چي د جذم په صيغه وي پر دې دلالت کوي چي اسناد یې دوی ته ثابت دي. مثلا:  امام بخاري د خپل شيخ څخه لوړ بل چاته د حديث بيانولو نسبت وکړي او ووايي : قال فلانٌ يا ذکر فلانٌ يا رَوَی فلانٌ.  يعني په معروف صيغه ئې د خپل شيخ څخه ما فوق د يو شخص څخه رانقل کړي، د دغه ډول تعليقاتو څخه دا څرګنديږي چي حذف سوي راويان یې هم هغه ته د منلو وړ دي  خو د ځينو اعراضو له کبله یې حذف کړي دي او د دغو ائمه کرامو هغه تعليقات چي د تمريض په صيغه يعني په مجهولو صيغو یې ذکر کوي مثلا وايي: رُوِیَ عَن فلانٍ  يا ذُکِرَ عن فَلانٍ . په هغه کي مقال سته يعني په سند کي یې يو او بل څه ويل سوي دي لهذا د تمريض په صيغه یې ذکر کوي.

 

نور ان شاءالله بیا...


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته