تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مردود روایت اقسام: سقط
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 29, 2019
  0

 

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دريم باب
مخته مو ولوستل چي په خبر واحد کي ځيني مقبول او ځيني مردود دي.
د مقبول انواع او د هر نوع تعريف او د راويانو د قبوليت صفات او نور اړوند مسائل په مفصل ډول په مخکنيو پاڼو کي بيان سول. دلته په درېيم باب کي د مردود اقسام او د خبر د درېدلو موجبات يعني هغه شيان چي د هغه له کبله يو خبر نه منل کيږي او نور اړوند مسائل بيانوو.


يو خبر چي نه منل کيږي هغه يا د سند څخه د راوي د سقوط له کبله نه منل کيږي او يا د سند پر يو راوي باندي د طعن  لګولو له کبله ردېږي ؛ پر راوي باندي دوه ډوله طعن لګول کيږي کله د هغه ديانت یعني عدالت تر پوښتني لاندي راځي او کله بيا د هغه ضبط  نا کافي بلل کيږي او کله بيا د راوي عدالت او ضبط  دواړه تر اعتراض لاندي نيول کيږي.


سَقَّط : 
د مقبول حديث د څلورو واړو انواعو په تعريف کي دا قيد ايښودل سوى وو چي سند ئې متصل وي. يعني د حديث د اسناد څخه به راوي نه وي حذف سوى، که په اسنادو کي يو راوي ساقط سوى وي نو هغه د همدې سقط له کبله د مردود په جمع کي شمېرل کيږي .


د حديث اسناد د مولف څخه شروع کيږي او بيا پر صحابي باندي پای ته رسيږي. سقط کله د سند په سر کي راځي او کله په منځ کي راځي او کله په پاى کي راځي . دغه ډول کله يو راوي ساقط سوى وي کله بيا څو راويان يو په بل پسې يا په غير مرتب ډول ساقط سوي وي .


د همدې ډول ډول سقوط په اعتبار خبر پر مُعّلق ، مُعضل ، منقطیع او مرسل باندي وېشل کيږي.


نور ان شاءالله بیا...

 

ـــــــــــــــــــــــ
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته