تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د معلق روایت حکم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2019
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


معلق هغه خبر ته وايي چي مولف په سند کي خپل شيخ ذکر نه کړي. د خپل شيخ  په شمول  په پرلپسې ډول څو راويان  د سند څخه حذف کړي . د معلق په جمع کي هغه خبر هم شمېرل کيږي چي مولف بېله صحابي څخه نور ټول سند حذف کړي او و وايي: عن ابي هريرة رضی الله عنه او يا بيخي ټول سند حذف کړي او و وايي: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم …


په معلق ډول حديث بيانول تعليق بلل کيږي.


د معلق په جمله کي هغه هم شمېرل کيږي چي څوک خپل شيخ حذف کړي او د هغه پسې راوي څخه ئې بيان کړي خو که هغه هم دده شيخ وي نو ایادې ته بیا تعليق وايي او که تدليس؟


صحيح قول دا دى چي په دې کي تفصيل دى:
هغه دا چي دا ډول کونکي که مدلس ؤ يعني خپل شيخ ئې د حديث د ترويج  يا نورو اغراضو له کبله حذف کاوه او د هغه د شيخ څخه ئې حديث په عنعنه دا ډول بيان کاوه لکه دهغه څخه چي ئې اورېدلی وي .


دغه ډول راوي چي تدليس ئې په استقراء يعني د هغه د عادت څخه څرګند سوى وي يا ائمه کرامو هغه مدلس بللی وي که خپل شيخ حذف کړي او د شيخ د شيخ څخه سند بيان کړي او د شيخ شيخ د ده هم شيخ وي  نو بيا دا روايت تدليس بلل  کيږي او که تدليس ئې څرګند نه وي نو بيا تعليق ګڼل کيږي.


تعليق د مردود په ډول کي ځکه حسابيږي چي د حذف سوي راوي حال يعني عدالت او ضبط نامعلوم دى چي هغه د څه صفت څښتن دی. البته که په يو بل اسناد کي دا حذف سوی راوي  نومول سوی وي او هغه د صدق ، امانت او ضبط خاوند وي  نو پر هغه معلق روايت باندي د صحيح حکم کېدلاي سي.


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته