تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه درې نفره چي هیڅ نیک عمل یې نه قبلیږی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 5, 2021
  0

هغه درې نفره چي هیڅ نیک عمل یې نه قبلیږی


لیکنه : مولوی نورالحق مظهری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :ثَلاَثَةٌ لاَ تُقْبَلُ لَهُمْ صَلاَةٌ وَلاَ تَصْعَدُ لَهُمْ حَسَنَةٌ : الْعَبْدُ الآبِقُ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَى مَوَالِيهِ فَيَضَعُ يَدَهُ فِى أَيْدِيهِمْ ، وَالْمَرْأَةُ السَّاخِطُ عَلَيْهَا زَوْجُهَا ، وَالسَّكْرَانُ حَتَّى يَصْحُوَ.[البیهقی 1904]


ژباړه: جابر رضی الله فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: درې نفره دي چي لمونځونه یې نه قبلیږی او نیکۍ یې اجابت ته نه پورته کیږي:


۱ – تښتیدلی مریی تر څو چي خپلو بادارانو ته رجوع کوي او خپل لاس  د هغوی په لاس کي ورکوي.


۲ – هغه ښځه چي خاوند یې ورته په خښم وي.


۳ – نیشه انسان تر څو چي جوړیږي.


توضيح: يعني دغه درې نفره ترڅو د خپلو کارونو څخه لاس وانخلي تر هغه وخت پوري یې نه لمونځ قبلیږي اونه یې هم نور نیک کارونه.


√ ـ مریی چي د خپل بادار څخه وتښتي تر څو بیرته خپل بادار ته را ستون نسي تر هغه وخته پوري یې نه لمونځ قبلیږي او نه يې هم بل نیک عمل.


√ ـ ښځه چي تر څو د ځانه څخه خپل خاوند خوشاله نکړي تر هغه وخته پوري یې نه لمونځ قبلیږي او نه يې هم بل نیک عمل قبليږي.


√ ـ څوک چي مست یا نیشه وي تر څو یې مستي او نیشه نوي ختمه سوې تر هغه وخته یې نه لمونځ قبلیږی او نه يې هم بل نیک عمل.

 

ماخذ: داسلامي مقالي

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته