تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عاجزانه شکایت حکیمانه حل!
 
  October 16, 2015
  0
 
ژباړه: نوید احمد
اداره: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
امام شعبي رحمة الله علیه فرمایي چي یو ځل حضرت عمر رضي الله عنه ته یوه ښځه راغله او داسي يې وویل:" ای امیرالمؤمنینه! زما د خاوند په څېر به په دنیا کي بل نیک سړی نه وي، هغه ټوله ورځ روژه نیسي او ټوله شپه لمونځ کوي". ښځي دا خبره وکړه او چپ سوه.

حضرت عمر رضي الله عنه ددې په خبره پوره اګاه نه سو او دايي ورته وویل: " الله تعالی دي تا ته برکت درکړي او الله دي ستا مغفرت وکړي. نیکاني ښځي د خپلو خاوندانو همداسي ستاینه کوي".

ښځي چي دا خبره واورېده نو د تلو اراده يې وکړه، ودرېدل خو بیرته ولاړه سوه.

کعب بن سوار رضي الله عنه هم موجود وو، کله چي هغه ښځه ولیدل چي روانیږي نو حضرت عمر رضي الله عنه ته يې وویل: " امیرالمؤمنینه! تاسو ددغي ښځي په خبره اګاه نه سواست، هغه د خپل خاوند د صفت لپاره نه بلکي د شکایت لپاره راغلې وه، ددې خاوند د عبادت په جوش کي د کوروالۍ حقوق نه ادا کوي".

حضرت عمر رضي الله عنه وویل: " ښه! دا خبره ده؟ ورسه بیرته یې راوغواړه".

هغه ښځه بیرته راغله او کله چي معلومات ورڅخه وسو نو د حضرت کعب بن سوار رضی الله عنه خبره صحیح وه، حضرت عمر رضي الله عنه ده ته وویل: " اوس ددې فیصله هم ته ور وکړه".

حضرت کعب رضي الله عنه وویل: " امیرالمؤمنینه! ستاسو په موجودیت کي زه څنګه فیصله وکړم؟". حضرت عمر رضي الله عنه ورته وفرمایل: "  ددې په شکایت ته پوه سوې او مشکل يې هم ته ور حل کړه".

نو حضرت کعب بن سوار رضي الله عنه وفرمایل: " امیرالمؤمنینه! الله تعالی یوه نارینه ته تر څلورو پوري د ښځو په نکاح کولو اجازت ورکړی دی، که  څوک څلور ودونه وکړي نو د هري بي بي په برخه کي به د څلورو څخه یوه شپه او ورځ ددې په حق کي راسي، ددې څخه معلومه سوه چي هره څلورمه ورځ او شپه د یوې مېرمني حق دی نو په همدې خاطر تاسو فیصله ورکړی چي ددغي ښځي خاوند درې شپې عبادت کولای سي  لیکن څلرمه ورځ به حتماً د خپلي مېرمني سره تېروي".
 
په دې فیصله اورېدلو سره امیرالمؤمنین حضرت عمر رضي الله عنه ډېر زیات حیرانه او خوشحاله سو او ویې فرمایل: " دا فیصله ستا تر مخکني فهم  او ذرکتیا لا هم ډېره عجیبه ده".

 تر دې وروسته حضرت عمر فاروق رضي الله عنه کعب بن سوار رضي الله عنه د بصرې قاضي مقرر کړی.

ماخذ:تراشي: ص۹۰، علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله، بحواله الاستيعاب تحت الاصابة.
-----------------
که غواړی نور ګټور حکایات مطالعه کړی نو د ویب پاڼي پر مخ صفه پورته د حکایات برخه وګورئ.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته