تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د میډيا اثر پر ټولنه
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ


د ميډيا اثر پر ټولنه 
 
د رنو لوستونکو!
 
نن ورځ  چي خلگ په خپلو ښارونو ، كلو او كورونو كي د نړۍ د گوټ ګوټ د حالاتو او واقعاتو څخه سهار ا

و ماښام خبريږي همدا ټول ميديا ( رسنۍ ) دي چي خلگ په خبروي ، د دنيا په كنج او كنار كي چي څه پېښ سي د هغو تصوير او انځورونه ، په اخبارونو ، مجلو ، ويب پاڼو او د تلويزونو پر پردو ورته ښكاره كوي ، د هغو ږغونه د راډيوگانو او تلويزونو د لاري په اوروي او په ليكلي ډول يې په اخبارونو او مجلو كي په لولي .په عمومي ډول موږ مېډيا پر دوو ډولونو ويشلاى سو چي يوه يې  اسلامي مېډيا او بل يې د فسق ميديا ده البته دا وېش د مېډيا د چلونكو په مټ را منځ ته كيږي ځكه د مېډيا يو وسايل دي او بل يې چلونكي دي موږ د وسايلو له مخي مېډيا پر اسلامي مېډيا او د فسق پر مېډيا نه سو وېشلاى ځكه په نړۍ كي چي هر ډول وسيلې ته وګورو د هغه څخه كه ناجايزه كار اخيستل كيږي جايز كار هم ځني اخيستل كېدلاى سي  بلكي مېډيا د چلونكو د عقيدو ، افكارو ، سياسي او داسي نورو ... ليوالتياوو له كبله په خپل منځ كي وېشل كيږي .
 
 په نړۍ كي ډير واقعات را منځ ته كيږي خو همدغو واقعاتو ته كه ځير سو په يوه مېډيا كي يې ډېر ښه انځور وركړى وي واقعه يې ډېره مهمه او په ښه تفصيل سره بيان كړې وي خو بلي مېډيا ته چي وكتل سي په هغه مېډيا كي همدا واقعه ډېره بده انځور سوي وي او يا د پام وړ واقعه نه وي بلل سوې . په افغانستان كي ددې يو مثال داسي وركولاى سو چي ډېر ځلي داسي پېښه سوې ده چي د خارجي قوتونو له خوا د ولسي خلګو پر هستوگن ځايونو بمونه و اورول سي په لس ګونو ښځي ،ماشومان،او سپين ږيري خلك تر خاورو لاندي او شهيدان سي همدا واقعه د فسق د مېډيا لخوا كوم چي د همدغو جنګي جنايت كارانو هم ږغي او هم عقيده وي د برق د برېښنا په ډول د يو ځلي لپاره خپريږي او  واقعه  وړه او بي اهميته كړي چي د خلكو پام د جنايت كارانو و جنايت ته را وا نه وړي او د هغو په مقابله كي يې احساسات را ونه پاريږي خو كله چي د دوى يو نفر د يوې ډلي لخوا اختطاف سي نو بيا د همدا شخص بې گناهي او د هغه د ښځي او اولادونو سره مركې او د هغوى د پرېشانۍ حالت د تلوېزونو پر پردو او د راډيوگانو او مېډيا د لاري په ورځو، ورځو په مكرر ډول خپريږي څو د همدا كس سره د خلكو خواخوږي را پيدا كړي او د تښتونكي فريق په مقابله كي د خلكو كركه او نفرت او د هغوى په وړاندي يې د دښمنۍ احساسات را وپاروي . 
 
لنډه داچي د مېډيا چلونكو ته چي څه شى يا واقعه د دوى د عقيدې ، فكر ، مذهب او نورو ليوالتياوو  او گټو له مخي ښه او مفيد وي نو هغه د خپلي مېډيا د لاري ښه انځوروي او هڅه كوي چي د خلكو پام ور ته راواړوي او كه كوم څه او پېښه د دوى د مذهب ، عقيدې ، فكر او ګټو خلاف او په ټكر كي وي نو بيا يو حسين ، ښكلى او زړه وړونكى واقعيت په دا ډول تور رنگ كي خپروي چي د ميني او محبت پر ځاى د خلكو كركه او نفرت ترې پيدا كيږي .
 
خلك چي څه ويني او څه اوري د هغه څخه متاثره كيږي يو شى چي خلكو ته ښه او گټور معرفي كيږي د هماغه شي سره د خلكو مينه پيدا كيږي او د هغه د لاس ته راوړني هڅه كوي او كوم څه چي بيا بد او تاواني ورته معرفي كيږي د هغه څخه يې بيا نفرت او كركه پيدا كيږي  همدا ليده او اورېده دئ چي د اسلامي فطرت ماشوم د يهودي په كور كي سر سخته يهودي كوي او د نصرانى په كور كي نصراني ځني جوړوي او د هندو په كور كي هندو ځني جوړوي لکه چي پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي: عن أَبَي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ   قال قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلَّا يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أَوْ يُنَصِّرَانِهِ أَوْ يُمَجِّسَانِهِ كَمَا تُنْتَجُ الْبَهِيمَةُ بَهِيمَةً جَمْعَاءَ هَلْ تُحِسُّونَ فِيهَا مِنْ جَدْعَاءَ ( متفق عليه و اللفظ للبخاري ) ژباړه  ابوهريرة رضي الله عنه  وايې رسول الله صلی الله علیه وسلم  .... فرمايلي دي : هر زېږېدونكى كوچنى پر اسلامي فطرت زېږي خو د هغه مور او پلار د هغه څخه يهودي ، نصراني يا د اور عبادت كونكى جوړ وي لكه څه ډول چي د څاروى څخه روغ رمټ حيوان وزيږي د هغه پزه او غوږونه هيڅ پرې نه وي يعني د زېږيدني وروسته يې غوږونه او پزه پرې كړل سي عيبي سي .
 
 مسلمانه وروره ! لكه څه ډول چي يو كوچنى ماشوم د خپل مور او پلار او د خپل كور د چاپېريال او ماحول څخه متاثره كيږي همدا ډول مېډيا پر ټولنه باندي اثر لري د مېډيا د لاري چي خلك څه اوري او څه ويني هغه يې پر زړه او ذهن اثر اچوي  فرعون د بنواسرائيلو ازادي له منځه وړې وه هغوى يې د خپل قوم (قبطيانو) مريان او خادمان گرځولي وه او په زرگونو ماشومان يې د دې ويري لكبله چي سلطنت يې ړنگ نه سي ور حلالول او د الله جل جلاله د رسول موسي  علیه السلام  مقابله يې كول خو بيا هم دا ټول جنايتونه فرعون ته عدالت او سم كارونه ښكارېدل نو ځكه يې خپلو نفرو ته ويل : ..... وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ (29 غافر)  او زه مو بېله سمي لاري څخه بل لور ته نه رهبري كوم . همدا د هر باطلي لاري د څښتن دريځ دئ چي خپل بد كړه وړه ښه ورته ښكاري خپل ظلم ته عدالت وايې او واقعيتونه د خپلو عقيدو او افكارو په هنداره كي انعكاس او بيا يې د مېډيا د لاري تر نورو رسوي .
 
 په اخير كي به ووايوو چي د كفري مېډيا څخه د ټولني د خلكو په ځانګړي ډول د ځوانانو پرذهنونو دا ډول توري پردې غوړول كيږي چي بيا حق باطل او باطل به حق ورته ښكاري نو ځكه مو د ټولو مسلمانانو وړونو او خويندو څخه دا غوښتنه ده چي د فسق د مېډيا د ليدو كاتو څخه ځانونه وژغوري او د اسلامي مېډيا تر شا هر چيري چي وي د هر لوري څخه چي وي و دريږي او هم كه وكولاى سي خپلي قلمي ، ژبني او مالي همكاري ورسره وساتي او همدا اسلامي مېډيا خپلي سترگي او غوږونه وگرځوي او د همدې لاري څخه حقايق ولولي ،وايې وري، ويې ويني، او ټولنه د كفري مېډيا له اثر څخه خوندي وساتي.        
 
ستاسو د كاميابۍ په هيله،
شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 
 و السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۲ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته