تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلماني خور !
 
  October 12, 2014
  0
ليکوال: قاري مطيع الله ذهين 

مسلماني خورکۍ ! د اسلامي امت خورا لويه برخه ستا څخه جوړه ده ، ستاد اصلاح پرته د دې امت اصلاح ناشونى کار دئ او دا هم را سره ومنه ، چي د اسلام د متابعت پرته په بل هيڅ شي سره د دې امت اصلاح او سمون نه سي را تلاى . 
 
         ګوره خور ! ته د يوه ډېر غټ او ارزښتمن هدف له پاره پيداسوې يې، ځرکه اوسه چي په شيطاني فکرونو او کفري دا مونوکي را ګير نه سې . 

           قدر مني ! هيڅکله د پردو موډ ، فشن، تګ او ناسته ولاړه مه خوښه وه، الله جل جلاله   د داسې تور ياليو او مسلمانو مېرمنو تاريخ په ميراث درته پراېښى دئ، چي د هغو په همت ، اخلاقو، قربانيو ، خدمتونو او پوهه نه يوازي مسلمان امت بلکي نړۍ وال هم په وياړي او د تاريخ له پاڼو څخه به هيڅکله د دوئ د باوقاره ژوند کار نامې هذب نه سي . 

             ګوره !  د کفري پرو پاګندو تر ناولو او کرغېړنو اغېزو لاندي رانه سې، دوئ يوازي درواغ وايي او دوکه يې کار وبار ده، ستاد عزت ، شرافت او ښکلو اندامونو څخه د خورا لږو شيانو له پاره کار اخلي. 

        نه ګورې ! چي ان د ورېښتانو د خريلو پر چاړه او د ځان پرېمنځلو پر صابون او شامپو لا هم ستا دبدن پاک اندامونه په ډېره بې شرمۍ سره انځور سوي ؟ 

           د مسلمان امت اصلي بچۍ ! دوئ و ښځي ته د ښکلا د ملکې په نامه دوکه ورکړه، د هغې سپکاوى يې وکړ او د هغې وحيثيت او ابروته يې نه بخښونکى زيان واړوئ. دوئ ښځه وسېنما، نندارتونو او جنسي بازار ته وړاندي کړه او تر يوه وخته يې د هغې د ښځي توب څخه خوند واخستئ ، خو کله چي يې د ځوانۍ ښکلا د مخ څخه پر کوچيدوسوه نو ديوه بې ارزښته کواړي په څېر يې ليري وغورځول او د ژوند کولو په حق هم ورته قايل پاته نه سول . 

              دوئ په ټولنه کي د فساد خپراوي او د ښځو د عزت د پاى ماله کولو له پاره هغه د مجلو او ورځپاڼو و پوښتيو ته وړاندي کړه او د هغې پر انځور يې پيسې واخستې ، خو چي تصوير يې د خپرېدو څخه ولوېدئ نو هغه يې د يوه بې خاونده حيوان په څېر ليري و غورځول . 

         زما مسلماني خور ! که دا دښځو ازادي وي نو دا خو دي سرا سر تاوان دئ ، په دې بې شرميو کي به ستا کوم برياليتوب او ازادي نغښتې وي ، ايا پرون د همدې سړي خورو پلرونه نه وه ، چي ته به يې ژوندۍ‌ تر خاورولاندي کولې ؟ 
         دين پالي ! اسلام څه دپاسه ( ١٤٠٠) کاله وړاندي دا هرڅه د ښځي څخه دفعه او په بشري ټولنه کي يې د هغې اغېز پياوړئ کړ، اسلام د ښځي ژوندۍ تر خاورولاندي کول يو ستر او نه بخښونکى جرم وباله او ددې کر غېړن دود جرړي يې د بېخه و ايستلې، اسلام وو چي و ښځي ته يې د مور، خور او ښځي په حيث په ميراث کي بشپړ او پر عدل ولاړ حقوق  وټاکل . 

         اسلام د طلاق مسايل تنظيم او ټاکلي حدود يې ورته وضع کړل، چي دهغو څخه به تېرى نه کېږي او په دې برخه کي يې د نارينه استبداد او ديکتاتوري وپاى ته ورسول . اسلام ان تر دې چي په ځينو حالاتو کي يې دښځي و يو شمېر فطري کمزوريو ته په پام سره د هغې د اوږو څخه د ځينو فرائضو او واجباتو بار هم کښته کړئ . 

             ايمان داري خور ! ايا ستا عزت اسلام خوندي نه کړئ ، ايا همدې پاک دين ستا تر پښو لاندي جنت ونه ګرځوئ ، ايا مهربان او خوا خوږي پيغمبر  صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند په ورستيو شېبوکي ته نه يا دولې او ستا سره د ښه سلوک او نرموکړونو توصيه به يې نه کوله او ايا ستا لګښتونه او مصارف يې ستا د خاوند پرذمه ونه ټاکل . 

         اسلام دئ چي د رښتني او ټولنيز عدالت پر بنسټ يې يودم دا سي حقوق درکړل ، چي لوېدځوالو  او اروپايانو د ډيموکراسۍ او د بشر د حقوقو  مدعيانو ددې ټولو انقلابونو ، کنفراسونو  او خورا ډېرو لگښتونو سره سره بيا هم  نه دي درکړي او همېشه يې ستا دحقوقو د غوښتلو تر غولونکي نامه لاندي ستا سره دوکه کړې ده . 

      اې خور! پام چي د تاريخ خورا حساس پړاودئ،  دابدبختان  همغه ظالمان دي ، چي د دوستئ تر سپيني جامې لاندي يې زهرجن نېښونه پټ دي ، تر هغه څه چي مخکي يې ستاسره کول لا د ډېرو نورو څه کولو تکل يې کړئ دئ البته په بله جامه  او په بل نامه . 

 موحدي خوري ! دا ننۍ ورځ چي ورپکښي قرار لرو د ټولو مخلوقاتو پر عمر يو ټول اغېز نه کوي دا ځکه چي ننۍ ورځ چي څومره تېره سوې ده ، په همغه اندازه يې ددې مخلوقاتو عمر هم د ځان سره وړئ دئ، د مياشتو ، کلونو او بالاخره د پېړيو په تېرېدو سره به د الله جل جلاله  څخه پرته د نورو ټولو مخلوقاتو عمرونه وپاى ته رسېږي او هرڅه به د فنا په غېږ ورسي ، لکه څنګه چي الله جل جلاله  فرمايي: 

كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ، وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ . ( سورة الرحمن ايت ٢٦_27)  
 ژباړه : هرڅه چي د مځکي پر مخ دي ټول فنا کېدونکي دي او يوازي ستا د رب ذات باقي پاته کېدونکئ دئ، چي د لويي او عظمت خاوندئ . 

           زما خوري ! دا ټول تېر سوئ عمر خو ولاړئ او بيا په هيڅ قيمت نه را ګرځي او ډېر ژر به د جزا دورځي د مالک په حضور کي را څخه زموږ د عمرونو پوښتنه کېږي ، نو ايا د هغې ورځي له پاره به موڅه زخيره نيولې وي ؟ 
الله جل جلاله  فرمايي: يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ. ( سورة الحج ايت ٢) 

ژباړه : په کومه ورځ چي هغه ووينې نو هر تي ورکونکې ( مور ) به خپل ماشوم هېر کړي او هره حمل داره مېر من به خپل حمل وغورځوي او خلک به درته بې هوښه ښکاره سي ، هغوئ به د مستئ څخه نشه نه وي بلکي د الله جل جلاله  عذاب خورا سخت دئ . 

        ددې جواب ډېر د افسوس او خجالت څخه ډک دئ او پر حقيقت باندي له اقرار کولو څخه پرته بله هيڅ لاره نه لرو، موږ خپلو مصروفيتونو او دندو د الله جل جلاله  د عبادت او اطاعت څخه بې برخي کړي يو ، و همدې موږ ته الله جل جلاله  په خطاب کي فرمايي: 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ . ( سورة المنافقون ايت ٩) 
ژباړه: اې مؤمنانو ! ستاسي مالونه او اولادونه دي تاسي د الله جل جلاله  له ياده غافله نه کړي او څوک چي دا سي وکړي نو هغوئ زيان من سول . 

مسلماني خور ! راسه نور د دنيا په دې څو ورځني او فاني ژوند کي د ټولو هغه څه څخه تېښته وکړو ، چي د لوئ ذات د قهر او نا راضيت سبب ګرځي، هغه که هر څه هرڅوک او هر چيري وي او په هغه څه عملا لاس پوري کړو چي د الله جل جلاله  د رضا سبب ګرځي . همدا نن ورځ خورا غوره فرصت دئ ترڅو د الله جل جلاله  په نزد ديوې پاکي او ښکلي پاڼي پرا نستنه پکښي وکړو ، دا سي پاکه او سپينه پاڼه ، چي د الله جل جلاله  پر لاره د تګ او پر هغه څه ماهده پکښي سوې وي ، چي راتلونکى ژوند مو په روښانه او ښايسته کېږي او د الله جل جلاله  رضا په حاصليږي .
 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه
 
د خویندو لپاره ځانګړې څانګه: نېکمرغه مېرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته