تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام سرخسي جالبه قیصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2021
  0

د امام سرخسي جالبه قیصه

 

لیکنه :مولانا عبدالخالق صاحب/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


امام سرخسى  د حاکم الشهید کتاب الکافی په یاد وو  کله  چې دی خاقان بندي کړ نو دا بندیخانه هم ظالمانه وه هغه يې په یوه ژور کوهي کي  واچاوه، د طالبانو له ډېرو زاریو او کوششونو وروسته هغوی ته اجازه ورکړل شوه چې له پر امام سرخسي رحمه الله درس ووايي.


طالبان به هغه ته ورغلل او د کوهي  په غاړه به ورته کښیناستل، هغه به د حاکم الشهید الکافي ورته  تشریح کول، هغه کتاب خو دده په یاد وو او هغه د تفصیلاتو په ترڅ کي به يې زیاتي خبري، حدیثونه، آیتونه او اړوند معلومات خپلو شاګردانو ته املاء کول او هغوی به لیکل. 
کله چې دا شرح مکمله شوه نو المبسوط يې ونوموله او دا په دېرش جلده کي اوس هم شتون لري. 


مؤرخین ليکي کله چې ده به خپلو شاګردانو ته دا کتاب املاء کاوه نو ډېر په لوړ آواز به غږېدی ځکه هغه کوهی ډېر ژور او ټیټ و، آواز يې سرته نه رارسېدی. 


هغه په دې بنديخانه کې یو المبسوط ندی املاءکړی بلکي څو نور مهم کتابونه يې هم خپلو شاګردانوته املاء کړيدي، چي یو يې د امام محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله  دکتاب (الزیادات) شرحه ده او (شرح زیادات الزیادات)  نوميږې، بل د (الاصول)  په نوم مشهور کتاب دی  چې په اصول الفقه کي دی،  


د امام محمد دکتاب  (السیر الکبیر)  شرحه يې هم په دې بنديخانه کې پیل کړه، اوچې (باب الشروط)  ته ورسيدی د بنديخانې څخه خلاص شو.


ماخذ: آداب الکتاب والمطالعة مفتی محمد طاهر.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته