تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علماوو په صحبت کي د کښېنستلو اعزاز
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2017
  0
ژباړه : محمد اسماعيل ''شهاب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2014-05-24 
 
 
فقيه ابولیث سمرقندي رحمة الله علیه  فرمايي : ويل کيږي، کوم شخص چي د يو عالم په مجلس کي کښيني مګر د علم اړوند کومه خبره یاده نه کړي، نوهغه ته اووه، مرتبې يا اعزازه حاصليږي:
 
۱ـ  د استاذانو درجه ورته حاصليږي.
۲- تر څه وخته چي هلته ناست وي له ګناهونوڅخه ساتل کيږي.
۳- چي څه وخت له کوره څخه وځي، پرده باندي رحمت نازليږي.
۴- څه وخت چي کښيني نو پر مجلس باندي چي رحمت اوري هغه ده ته هم حاصليږي.
۵- ترڅه وخته چي يې غوږ نيولی وي، تر هغه وخته پوري دده لپاره نيکي ليکل کيږي.
۶-  ملائيکي خوشحاليږي او د مجلس ګډون وال په خپلو پردو کي ساتي او دی هم په هغو کي شامل وي.  ۷- هر قدم چي پورته کوي او ایږدي، دده د ګناهونو لپاره کفاره ګرځي، د درجو د لوړېدو سبب يې ګرځي او نيکی يې اضافه کيږي.
 
 بيا هغه ته الله تعالی شپږ نوري مرتبې ورپه برخه کوي:
 
۱-  د علماؤ د مجلس سره يې مينه نصيب کيږي.
۲- کوم خلګ چي د هغوی د خبرو اتباع کوي ده ته هم هغومره اجر او ثواب حاصليږي لکه څومره چي هغوی ته حاصليږي، او د هغو په ثواب کي هيڅ کمي نه راځي.
۳- که د مجلس د حاضرینو څخه يوه ته هم بخښه وسي، نو هغه به د نورو لپاره شفاعت کوي.
۴- د هغه شخص زړه د فاسقانو د مجلس څخه جلاکيږي.
۵- د متعلمینو او صالحينو په لاره کي شامليږي.
۶ - د الله تعالی د حکم پوره کوونکی جوړيږي. الله تعالی فرمايي:
 
كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ [ سورة آل عمران۷۹﴾
ژباړه: تاسي عاملان عالمان سئ په دې سبب چي تاسي (خلګو ته) د کتاب ښوونه کوئ.
 
مراد علماء اوفقهاء دي، دا عزت خو د هغه چا لپاره دی چي په دې مجلس کي هیڅ شی زده نه کړي نو هغه څوک به څومره مرتبې حاصلوي چي علم يې ياد کړی وي . (تنبيه الغافلين، ص:۴۱۶)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته