تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عباداتو د قبولیت معیار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 14, 2021
  0

د عباداتو د قبولیت معیار 


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دا معلومه خبره ده چي هر مسلمان د خپل عبادت د قبوليت غوښتنه لري او تل ددې دعا کوي چي الله پاک يې ټول عبادات قبول کړي خو د عباداتو قبوليت هغه وخت ممکن دی چي د انسان عقيده سمه وي ځکه عقيده د اعمالو د قبوليت لپاره شرط دی تر څو عقيده سمه نوي په هيڅ صورت کي د انسان څخه اعمال نه قبليږي او عقيده د انسان هغه وخت سميږي چي پر ټولو هغو شيانو ايمان راوړي چي د يوه مومن د ايمان راوړلو لپاره ضروري وي چي مشهور اصول د عقايدو په لاندي ډول دي: 


۱ – د الله پاک پر وجود او يووالي عقیده درلودل. 


۲ – د الله تعالي پر ټولو صفاتو عقیده دلودل. 


۳ – پر غيب باندي باور درلودل لکه د آخرت ورځ، د قبر عذاب، جنت، دوږخ، حساب وکتاب، پل صراط، حوض کوثر او داسي نور.... 


۴ – پر دې خبره باندي عقيده درلودل چي د ټولو شيانو خالق الله پاک دی. 


۵ – پر دې باندي عقیده درلودل چي هيڅ شی د الله پاک سره مشابه او ورته ندی. 


۶ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د الله پاک د علم او قدرت څخه هيڅ شی بهر ندی. 


۷ – پر دې باندي عقیده درلودل چي الله پاک ازلي او ابدي دی خو مخلوقات حادث او تغيير کوونکي دي. 


۸ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د الله پاک لخوا ټول را استول سوي پيغمبران ثابت او پر حق دي. 


۹ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د الله پاک لخوا ټول را استول سوي کتابونه او صحيفې حق دي. 


۱۰ – پر دې باندي عقیده درلودل چي قرآن د الله پاک کلام دی او مخلوق ندی. 


۱۱ – پر دې باندي عقیده درلودل چي تکوين د الله پاک د صفاتو څخه يو صفت دی. 


۱۲ – پر دې باندي عقیده درلودل چي الله پاک په خپلو ټولو کارونو کي خپلواک او مختار دی. 


۱۳ – پر دې باندي عقیده درلودل چي ملائکي د الله پاک نژدې او مقرب بندګان دي او هيڅه ګناه ورڅخه نکيږي. 


۱۴ – پر دې باندي عقیده درلودل چي په لويي ګناه باندي مسلمان د ايمان څخه نه وځي. 


۱۵ – پر دې باندي عقیده درلودل چي ټوله انبياء د ګناه څخه معصوم دي. 


۱۶ – پر دې باندي عقیده درلودل چي لومړی پيغمبر او لومړی انسان آدم عليه السلام دی. 


۱۷ – پر دې باندي عقیده درلودل چي  حضرت محمد صلي الله عليه وسلم خاتم النبيين دی دده وروسته بل پيغمبر نه راځي او هر څوک چي دده وروسته دعوه د پيغمبرۍ وکړي هغه درواغجن دي. 


۱۸ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم معراج حق او

ثابت دی. 


۱۹ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د انبياو معجزې او د اولياو کرامتونه حق دي. 


۲۰ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم وروسته په امت کي لومړی غوره انسان حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه دی، وروسته حضرت عمر، وروسته حضرت عثمان او وروسته حضرت علي رضي الله عنهم دي. 


۲۱ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم اصحاب رښتيني او عادل مسلمانان وه، پر رسول الله صلي الله عليه وسلم عاشقان وه او زموږ لپاره د ژوند يوه بيلګه ده. 


۲۲ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د اهل سنتو څلور مذهبونه حق دي. 


۲۳ – پر دې باندي عقیده درلودل چي د ګناه په روا ګڼلو او د شريعت په سپکاوي باندي انسان کافر کيږي.


۲۴ ـ ټول هغه شیان حق دي چي په صحیح احادیثو کي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خبر ورکول حکایت راغلی وي لکه د قیامت ځيني علامې، د دجال راتلل او داسي نور....


[شرح العقائد و غیره]
پورته ذکر سوي شيان د عقايدو اصول دي چي هر مسلمان يې بايد مطلقا ومني او باور ورباندي وکړي کنه نو هيڅ عبادت يې د قبوليت درجې ته نه رسيٍږي البته د عقايدو د جزئي مسائلو د زدکړي لپاره هم بايد هر مسلمان کوښښ وکړي او د علماو څخه يې په اړه پوښتنه وکړي. 

 

ماخذ: اسلامي مقالي .

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته