تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په خاوره او او اوبو سره د طهارت راز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 18, 2022
  0
په خاوره او او اوبو سره د طهارت  مشروع والي راز
 
استاد المهندس نورالله خان احمدزی
 
ځینې خلک نیوکه کوي چې اسلام ولې د اوبو پر ځای د اودس لپاره خاوره مقرر کړې او دا خو د اوبو ځای ناستې  نشي کېدی، خو هغوی دا نیوکه بېځایه ده او دا د فطرت او عقل سلیم څخه لرې نیوکه ده. خاوره په اصل کې د اوبو ځای ناستې او د انسان طبیعت له خاورې سره جوړ او بل دا اوبه هم د مځکې ثمره او ماخذ ده، نو د یو شي څخه انکار او  د بل شي منل دا خپله ناقص ګمان او بېځایه دلیل دی. لاندې یو څو ټکو ته مو پام را اړوم.....
 
 په خاوره او اوبو سره د طهارت مشروع والي د فطرت مستقیمه او د عقل سلیمه موافق ده:
 
(۱) الله تعالی د اوبو او خاروې په منځ کې قدرتاً او شرعاً اخوت اچولی لهذا دغه دواړه یې د طهارت لپاره جمع کړي دي ــ وجه یې دا ده چې الله تعالی حضرت آدم علیه السلام او د هغه اولاد له خاورې او اوبو څخه پیداکړي.
 
(۲) الله تعالی د هر ژوندي او مړ شي ژوند له اوبو او خاورې سره تړلی ځکه چې د اوبو او خاروې وجود عام ده او هر ځای کې موندل کیږي هم.
 
(۳) مخ په خاورې سره لړل الله تعالی ته خوښ راځي لکه چې د دغو دواړو شیانو تړون پخپل منځ کې په قدرتي توګه سره محکم او قوي ده لهذا شرعاً هم د دغو دواړو عقد او تړون پخپل منځکې ښه او مناسب ده.
 
--------------
یادونه: د شرعي احکامو د عقلي دلایلو او حکمتونو په اړه د مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه په زړه پوري کتاب (د اسلام احکام د عقل په رڼا کي) مطالعه کړئ. (کتنپلاوی)
 
--------------------------
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته