تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شعبان یا برات د میاشتي فضائل او مسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2024
  0
تعلیم الاسلام ادارې لخوا
 
د برات یا شعبان د میاشتي ثابت او غیر ثابت اعمال
 
مشهور حنفي عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب لیکي چي د برات د شپې فضائل د لسو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه روایت سوي دي، دغه مختلف روایت یو بل ته قوت ورکوي او فضائل ور څخه ثابتیږي... په خیرالقرون کي ددې شپې د عبادت اهتمام سوی دی. البته پدې شپه کي د عبادت یوه خاصه طریقه نه ده مقرره لکه بعضي خلګ چي د ځانه یو خاص ډول لمونځونه کوي، خاص سورتونه په خاصه اندازه پکښي وايي، دا هیڅ ثبوت نلري. بلکي پخپل کور کي نفلي عبادات چي څومره کیدلایسي په دغه شپه دي وسي، نفلي لمونځونه، د قرانکریم تلاوت، ذکر، تسبیحات، دعاګاني دا ټول کیدلای سي مګر کومه خاص طریقه ثابته نه ده. او نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کي یو ځل قبرستان ته هم تللی دی که څوک بیله التزامه او پابندۍ یو ځل ولاړ سي سنت يې پر ځای کړل. (اصلاحي خطبات:ج۴،ص۲۵۸-۲۵۹)
 
د پنځلسي روژه
 
علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب پدې اړه لیکي:
د احادیثو په ټوله ذخیره کي ددې روژې په اړه صرف یو روایت راغلی دی لیکن دا روایت ضعیف دی نو ځکه خاص د پنځلسي روژه سنت یا مستحب بلل د ځينو علماؤ په نزد صحیح نه ده. البته د ټول شعبان یا برات په میاشت کي روژې نیول ثابتي دي، یعني د شعبان د اولي څخه بیا تر ۲۷ پوري د روژې نیولو فضیلت ثابت دی مګر د شعبان د ۲۸ او ۲۹ د روژې څخه نبي کریم صلی الله علیه وسلم منع کړې ده چي د رمضان څخه یوه یا دوې ورځي مخکي روژه مه نیسئ ترڅو انسان د رمضان د روژو لپاره په جسماني لحاظ تیار اوسي. لیکن د شعبان یا برات د اولي څخه تر ۲۷ پوري هره ورځ روژه نیول فضیلت لري. بل دا چي پنځلسم تاریخ د ایام بیض څخه هم دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم اکثره وخت هره میاشت په ایام بیض کي درې ورځي روژه نیول، یعني پر ۱۳، ۱۴ او ۱۵ تاریخ.
 
نو که یو څوک په دغه دوو وجوهاتو سره د ۱۵ تاریخ روژه ونیسي چي یو خو دا د شعبان ورځ ده او بل ۱۵ تاریخ په ایام بیض کي داخل دی نو که په دغه نیت روژه ونیسي نو ان شاءالله د اجر موجب به وګرځي. مګر خاص د پنځلسي د خصوصیت په لحاظ روژه سنت بلل د ځينو علماؤ په نزد درست نه ده. همدا وجه ده چي اکثره فقهاؤ د مستحبو روژو په بیان کي نوري مستحب روژې خو ذکر کړي دي لکه د محرم، عرفات مګر د پنځلسي روژه یې جلا نه ده ذکر کړې بلکي فرمایلي يې دي چي د برات یا شعبان په هره ورځ چي وي روژه نیول افضل ده. هر شی په خپلو حدودو کي وساتئ، دین په اصل کي د حدودو د حفاظت نوم دی.
 
بس همدا د برات د شپې د روژو او احکامو خلاصه ده، نور پدې  موضوع کي ډير بحث او مباحثه مه سره کوئ ځکه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په بحث کي د لویدلو څخه منع فرمایلې ده او دا ډول شخړي کول د علم نور د منځه وړي. (اصلاحي خطبات:ج۴،ص۲۶۸)
 
ممنوع کارونه
 
پدې شپه لاندي کارونه غیر ثابت او ممنوع دي:
 
  • نفل په جماعت سره کول
  •  قبرستان ته د اجتماع شکل جوړول
  • د حلوا او د مروجه فاتحې التزام کول
  • په قبرو او مساجدو کي په دغه شپه زیات څراغان لګول
  • آتش بازي
  • په نفل لمونځو کي د ځانه د سورتو خاص اندازه ټاکل
 
او داسي نور امور چي ثابت نه دي، هغه باید ترک سي. (فتاوی محمودیه: ج۳،ص۲۵۴-۲۶۴)
 
مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله لیکي:
هر څونه جګړې او جنجالونه خلګ کوي په دې کي یې حلوا شرط کړیده او په دې طریقه فاتحه کوي دا ټول چټیات دي ددې ټولو خبرو بدوالی مخکي بیان سویدی او دغه دي واوریده چي هر شی چي په شریعت کښي ضروري نه وي د هغه شي ضروري بلل یا تر حد زیاته پابندي يې کول بده خبره ده. (بهشتي زیور: ج۱: ص۷۵۷)
 
نور اړوند معلومات
 
د مؤمنانو مور حضرت عائشې رضی الله عنها به خپلي قضايي روژې په شعبان کي راګرځولې. 
 
هر وخت عموماً خو د شعبان په میاشت کي خصوصاً باید د سهار او ماخستن لمونځونه په جماعت اداء سي ځکه حدیث کي راځي چي څوک د ماخستن لمونځ په جماعت وکړي لکه نیمه شپه چي لمونځ وکړي او چي د سهار لمونځ په جماعت وکړي لکه ټوله شپه چي لمونځ وکړي، نو ګواکي د ماخستن او د سهار په جماعت سره د ټولي شپې د عبادت ثواب ورکول کیږي. ټوله شپه یې په عبادت کي حسابیږي!
 
د شعبان په میاشت کي اعمال الله تعالی ته پورته کیږي نو ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي زه دا خوښ لرم چي زما عمل په داسي حال کي پورته سي چي زما روژه وي. (النسائي)
 
په حدیث شریف کي راځي چي مفهوم یې داسي دی: د پنځلسي په شپه الله عزوجل بلاکیف د دنیا اسمان ته راځي، ټولو بنده ګانو ته بخښنه کوي خو مشرک او عداوت او بغض کوونکي ته بخښنه نه کوي ترڅو چي سره پخلا کیږي. (۱)
 
او په بل روایت کي راځي چي په دغه شپه الله تعالی لاندي کسانو ته (د رحمت په نظر) نه ګوري:
 
• مشرک
• د مسلمان سره عداوت او بغض کوونکی
• قاتل
• د قرابت پرېکونکی
• مسبل (چي پایڅې تر بیجلکو کښته وي)
• د والدینو نافرمانه او ازاري
• د شرابو معتاد (۲)
 
ابن عباس رضی الله عنه (د شعبان د نصف په اړه) فرمايي چي یو سړی به په بازار کي ګرځي خو نوم به یې په مړو کي لیکلی وي. (مصنف عبدالرزاق)
 
حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما فرمايي: په پنځو شپو کي دعاء نه ردیږي، د جمعې شپه، د رجب اوله شپه، د شعبان یا برات د پنځلسي شپه او د اخترو شپې. (مصنف عبدالرزاق) 
 
دا شپه په نفلو رڼول مستحب بلل سوې ده. (۳)
 
---------------------------------
 
 (۱): عن أبي موسى الأشعري عن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ( إن الله ليطلع في ليلة النصف من شعبان . فيغفر لجميع خلقه . إلا لمشرك أو مشاحن ) (ابن ماجه/طبراني، حسن)
 
(۲): يَا عَائِشَةُ أَكُنْتِ تَخَافِينَ أَنْ يَحِيفَ اللهُ عَلَيْكِ وَرَسُولُهُ، بَلْ أَتَانِي جِبْرِيلُ عَلَيْهِ السَّلَامُ، فَقَالَ: هَذِهِ اللَّيْلَةُ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ وَلِلَّهِ فِيهَا عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ بِعَدَدِ شُعُورِ غَنَمِ كَلْبٍ، لَا يَنْظُرُ اللهُ فِيهَا إِلَى مُشْرِكٍ، وَلَا إِلَى مُشَاحِنٍ ، وَلَا إِلَى قَاطِعِ رَحِمٍ، وَلَا إِلَى مُسْبِلٍ ، وَلَا إِلَى عَاقٍّ لِوَالِدَيْهِ، وَلَا إِلَى مُدْمِنِ خَمْرٍ " قَالَ: ثُمَّ وَضْعَ عَنْهُ ثَوْبَيْهِ، -[364]- فَقَالَ لِي: " يَا عَائِشَةُ تَأْذَنِينَ لِي فِي قِيَامِ هَذِهِ اللَّيْلَةِ ؟ "، فَقُلْتُ: نَعَمْ بِأَبِي وَأُمِّي، فَقَامَ فَسَجَدَ لَيْلًا طَوِيلًا حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ قُبِضَ فَقُمْتُ أَلْتَمِسْهُ، وَوَضَعْتُ يَدِي عَلَى بَاطِنِ قَدَمَيْهِ فَتَحَرَّكَ فَفَرِحْتُ وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ فِي سُجُودِهِ: " أَعُوذُ بِعَفْوِكَ مِنْ عِقَابِكَ، وَأَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ، جَلَّ وَجْهُكَ، لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ "، فَلَمَّا أَصْبَحَ ذَكَرْتُهُنَّ لَهُ فَقَالَ: " يَا عَائِشَةُ تَعَلَّمْتِهُنَّ ؟ "، فَقُلْتُ: نَعَمْ، فَقَالَ: " تَعَلَّمِيهِنَّ وَعَلِّمِيهِنَّ، فَإِنَّ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلَامُ عَلَّمَنِيهِنَّ وَأَمَرَنِي أَنْ أُرَدِّدَهُنَّ فِي السُّجُودِ "، " هَذَا إِسْنَادٌ ضَعِيفٌ وَرُوِيَ مِنْ وَجْهٍ آخَرَ " (شعب الایمان)
 
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ أَوْصَانِي خَلِيلِي بِثَلاَثٍ لاَ أَدَعُهُنَّ حَتَّى أَمُوتَ صَوْمِ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ (بخاري)
عَنْ جَابِرٍ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: إِنَّ فِى اللَّيْلِ لَسَاعَةً لاَ يُوَافِقُهَا رَجُلٌ مُسْلِمٌ يَسْأَلُ اللَّهَ خَيْرًا مِنْ أَمْرِ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ إِلاَّ أَعْطَاهُ إِيَّاهُ وَذَلِكَ كُلَّ لَيْلَةٍ . (مسلم)
 
عَنْ عَائِشَةَ أَنَّهَا قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم كُلَّمَا كَانَ لَيْلَتُهَا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَخْرُجُ مِنْ آخِرِ اللَّيْلِ إِلَى الْبَقِيعِ فَيَقُولُ: السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ دَارَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ وَأَتَاكُمْ مَا تُوعَدُونَ غَدًا مُؤَجَّلُونَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لاَحِقُونَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لأَهْلِ بَقِيعِ الْغَرْقَدِ. (مسلم)
 
عَنْ أَبِي سَلَمَةَ ان عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا حَدَّثَتْهُ قَالَتْ لَمْ يَكُنِ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُ شَهْرًا أَكْثَرَ مِنْ شَعْبَانَ. (متفق علیه)
 
عَنْ أَبِى سَلَمَةَ قَالَ سَمِعْتُ عَائِشَةَ رضى الله عنها تَقُولُ كَانَ يَكُونُ عَلَىَّ الصَّوْمُ مِنْ رَمَضَانَ فَمَا أَسْتَطِيعُ أَنْ أَقْضِيَهُ إِلاَّ فِى شَعْبَانَ. (بخاري)
 
عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ رضى الله عنهما أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ لِرَجُلٍ « هَلْ صُمْتَ مِنْ سِرَرِ هَذَا الشَّهْرِ شَيْئًا ». يَعْنِى شَعْبَانَ. قَالَ لاَ. قَالَ فَقَالَ لَهُ « إِذَا أَفْطَرْتَ رَمَضَانَ فَصُمْ يَوْمًا أَوْ يَوْمَيْنِ ». شُعْبَةُ الَّذِى شَكَّ فِيهِ قَالَ وَأَظُنُّهُ قَالَ يَوْمَيْنِ. (مسلم)
 
عن عائشة : قالت فقدت رسول الله صلى الله عليه و سلم ليلة فخرجت فإذا هو بالبقيع فقال أكنت تخافين أن يحيف الله عليك ورسوله ؟ قلت يا رسول الله إني ظننت أنك أتيت بعض نساءك فقال إن الله عز و جل ينزل ليلة النصف من شعبان إلى السماء الدنيا فيفغر لأكثر من عدد شعر غنم كلب وفي الباب عن أبي بكر الصديق (ترمذي)
 
عَنْ أَبِي بَكْرٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِذَا كَانَ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ يَنْزِلُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى إِلَى سَمَاءِ الدُّنْيَا فَيَغْفِرُ لِعِبَادِهِ إِلاَّ مَا كَانَ مِنْ مُشْرِكٍ أَوْ مُشَاحِنٍ لأَخِيهِ. (مسند البزار)
 
مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِى جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِى جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ. (مسلم)
 
عن عائشة قالت : وما رأيت رسول الله صلى الله عليه و سلم في شهر أكثر صياما منه في شعبان (النسائي)
 
أسامة بن زيد قال قلت : يا رسول الله لم أرك تصوم شهرا من الشهور ما تصوم من شعبان قال ذلك شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين فأحب أن يرفع عملي وأنا صائم. (النسائي واحمد/حسن)
 
عن عائشة : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم كان يتحرى صوم شعبان وصوم الإثنين والخميس. (رواه احمد/صحیح)
 
عن عبد الله بن عمرو ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : يطلع الله عز و جل إلى خلقة ليلة النصف من شعبان فيغفر لعباده الا لاثنين مشاحن وقاتل نفس. (رواه احمد) صحيح بشواهده
 
قال ابن عباس رضي الله عنهم: (في النصف من شعبان): (إنَّ الرجلَ ليمشي في الأسواق، وإن اسمه لفي الموتى)
 
وقال عبد الله بن عمر -رضي الله عنهم-: (خمس ليال لا تردُّ فيهن الدعاء ليلة الجمعة وأول ليلة من رجب وليلة النصف من شعبان وليلتيِ العيدين)
 
ويكره الاجتماع على إحياء ليلة من هذه الليالي في المساجد قال في الحاوي القدسي ولا يصلى تطوع بجماعة غير التراويح وما روي من الصلوات في الأوقات الشريفة كليلة القدر وليلة النصف من شعبان وليلتي العيد وعرفة والجمعة وغيرها تصلى فرادى انتهى ومن هنا يعلم كراهة الاجتماع على صلاة الرغائب التي تفعل في رجب في أول ليلة جمعة منه وأنها بدعة (بحر الرائق، کتاب الصلاة، الصلاة المسنون کل یوم/فتاوی محمودیه: ج۳،ص۲۵۴)
 
قال ابن عابدين رحمه الله: (وإحياء ليلةِ العيدين، (والنصف) أي: وإحياء ليلة النصف من شعبان) (ردالمحتار)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته